د افغانستان ځینې وګړي د پروازونو نشتون له امله د بهرني هېوادونو تګ څخه پاتې دي

 افغانستان افغانستان

د افغانستان د ولایتونو یو شمېر هغه اوسېدونکي چې کارونه او مزدوري په عربي هېوادونو کې کوي او وطن ته په رخصتۍ راغلي وو، اوس یی چې د رخصتیو وخت پوره شوی دی، خو د نشتون د هوايي پروازونو له امله دوی نه شي کولای عربي هېوادونو ته دوباره د کاروبار لپاره ورشي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په افغانستان کې دې هېواد ته، تر ډېره نړیوال هوايي پروازونه بند شوي دي. او نشی کولای چی بهر ملک ته هوایی پروازونه وکړی او د بیکارۍ له امله مسافر ډیر تنګ شوی دی.دوی اندیښمن دی، که چیری پروازونه نور هم وځنډوی،نو د عربي هېوادونو د سلګونو مسافرو ویزې به ختمی شی او له دې امله به ډېر شمېر کورنۍ د هغه کاروبارونه په بهر ملکونو کی له مینځه ولاړی شی او د لوی تاوانونو سر مخ شی.

دا هم ولولئ | په خوست کې سږ کال حاصلات د تیر کال په پرتله لوړ دي

د بهر ملکونو مسافرو د اسلامي امارت او د بهرنیو هېوادونو له مسوولینو مو جدي غوښتنه ده چې په جیل خانو کې مو بندیان دي، هلته مو په یخچالونو کې مړو جسدونه  پراته دي، هغه دې هغه دی بیرته خپل هیواد ته راستون شي، په افغانستان کی چې کوم مسافر دي، دا هم ډېر په زحمت کی دي، اقتصادي حالات يې ډېر خراب شوې دی، دوهمه خبره دا ده  کوم چې طیاره کویټ او قطر ته تللی شي، په هغې کې بهرنیان تللی شي، نو دا افغانان ولې په کې نشي تللی؟

په شروع  کې د کورونا ناروغۍ له امله بندیزونه لګولی وو او وروسته بیا په افغانستان کې د نظام په تبدیلیدلو سره زیات نړیوال هوايي پروازونه بند شوي او د دوی د بهر ملکونو مزدورۍ تلولو ته مخه يې نیولې ده او نشی کولای چی بیرته ولاړ شی. که چیرې دوی ته پرواز برابر نه شي، نو د دوی ویزې ختمیږی او نشی کولای دوباره مزدورۍ ته ولاړ شی.

دوی زیاتوي چی، افغانانو ته بهرنیان دا ګوته نیسي او نیوکه کوی چې دوی کورونا واکسین نه دي کړی، حال دا چې اوس یو مسافر هم د کورونا واکسین  نه دی پاتې. ټولو مسافرینو کورونا واکسین کړی دی او مسافرو ته دی خپل حق ورکړل شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.