نړیوال خبرونه

د افغانستان کنګل شوې شتمني؛ امریکا: د محکمې له پرېکړې وروسته عملي اقدام کېږي

د افغانستان د کنګل شوې شتمنیو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن له پرېکړې وروسته سپینه ماڼۍ وايي، تر کومه چې محکمې حکم نه وي کړی دا شتمني نه انتقالېږي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي د سې شنبې په ورځ په دې اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل: “لکه څنګه چې پوهېږئ د سېپټمبر د ۱۱مې د ډېری قربانیانو کورنیو چې دې پېښه کې یې د کورني غړي وژل شوي، د طالبانو پر وړاندې ادعاګانې کړي دي، نو په دې اړه د فدرال محکمه څېړنې کوي، نو بناً د افغانستان ۳.۵ میلیارده ډالر به په متحدو ایالاتونو کې پاتې شي، په دې اړه به د محکمې حکم او رایه پرېکړه وکړي.”

د امریکا ولسمشر جوبایډن د روانې فبرورۍ په ۱۱مه د یوه اجرائیوي فرمان په صادرولو سره د افغانستان اقتصادي‌ او بشري کړکېچ ته د رسېدنې په هدف د افغانستان بانک د یوه اندازه کنګل شوېو پیسو ‘اووه میلیارډه ډالره’ د ازادېدو پرېکړه وکړه، خو ويې ویل د دغه پیسو سمه نیمه برخه به د سېپټمبر د ۱۱مې نېتې د قربانیانو کورنیو ته ورکول شي. د سېپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان د کنګل شوېو پیسو د یوې برخې د انتقال په اړه د ښاغلي بایډن پرېکړه، په افغانستان کې دننه او بهر له تُند غبرګونونو سره مخ شوې ده. د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې بایډن د افغانستان د شتمنیو د ترلاسه کېدو هڅه کوي.

نور یی ولوله | آیا د نیوټن پر سر د مڼې راولوېدو او د جاذبې قوې د کشف کېسه رښتیا ده؟

عام افغانان هم د امریکا د ولسمشر دا پرېکړه سمه نه ګني. په دې اړه تړاو د پلازمینې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونوو کې لارینونه او اعتراضیه غونډې هم شوې دي. د سېپټمبر د ۱۱مې حملې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په افغانستان کې د طالبانو په تېر ځل واکمنۍ کې وشوې. هغه مهال امریکا د طالبانو له حکومته د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د سپارلو غوښتنه کړې وه، خو د دې غوښتنې د نه منلو په پایله کې امریکا پر افغانستان حمله وکړه او د طالبانو واکمني یې وپرځوله.

طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره له امریکا یو ځل بیا غوښتي چې د افغانانو شتمني بې قید او شرطه خوشې کړي. په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی که امریکا په دې اړه خپل درېځ بدل نه کړي نو طالبان به د هغه هېواد په اړه په خپلې کړنلارې له سره غور وکړي. طالبانو هم په خپله اعلامیه کې دغه شان د سپټمبر د یولسمې په پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي او ویلي دي چې دغه پېښې په افغانانو پورې هیڅ تړاو نه درلود.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button