د افغانۍ پولی ارزښت د ډالرو پر تله خورا ټیټ شوی
افغانستان –
د افغانيو په ارزښت کې خورا بې ساری کموالی له امله د لوږې مخ په زیاتېدونکی کړکیج او د امريکايي ډالرو پر مقابل کی د افغانيو ارزښت په تېرو دوو لسيزو کې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی .
دا په داسې مهال کې ده چې په افغانستان کې د ژمې په را رسېدو سره ملګرو ملتونو د لوږې، ناروغیو او بېوزلۍ د کړکیچ خبرداری ورکړی. د کابل د بهرنيو اسعارو بازار شهزاده سرای کې سرچينې وايي چې په ځينو راکړو ورکړو کې د يوه ډالر ارزښت ۹۵ افغانۍ ښودل شوی چې په دې هېواد کې د نويو بانک نوټونو د چاپ او وېش څخه وروسته د ډالر پر مقابل د افغانیو تر ټولو ټيټ ارزښت دی. په ۲۰۰۳ کال کې د نويو افغانیو له چلن څخه وروسته يو ډالر په ۴۳
افغانۍ پلورل کېدل. او د طالبانو د کابل له سقوط څو ورځې څخه وړاندې د يوه ډالر بيه ۸۷ افغانيو ته لوړه شوې .طالبانو د افغانيو د ارزښت د ساتلو لپاره د بهرنيو اسعارو پر راکړه ورکړه بنديزونه لګولی . طالب چارواکو ټينګار کړی چې د هېواد اقتصادي وضعيت او ملي ګټې دې ته اړین دی چې ټول افغانان په سوداګرۍ کې له افغانيو ځینی کار واخلي د پيسو نړيوال صندوق يا ای اېم اېف په يوه راپور کې هم ويلي چې د افغانستان بانکونو کې د ډالرو زېرمې پر کمېدو دي
دا هم ولولئ | برتانوي جنګي بندیان له افغان بندیانو څخه لیدنه کوي
او که طالبان بازار ته د نغدو پيسو په راوړلو کې وروسته پاتې شي نو ښايي د هېواد بانکونه مجیور شي چې خپلې دروازې وتړي د طالبانو له واک ته رسېدو څخه وړاندې د افغانستان مرکزي بانک په منظم ډول کوښښ کول چې بازار ته د ډالرو په مقابله کولو سره د افغانيو د
ارزښت کمیدو څخه مخه ونيسي.د طالبانو واکمنۍ څخه وروسته د ډالرو ارزښت خورا لوړ شوی او د افغانیو ارزښت کم شوی لدی امله د بشری کړکیچ خورا زیات شوی چی بی وزلی ،لوږه او د ناروغی ستونزی شته چی وګړی یی ډیر خواشینی کړی.