ژوندژوند او ټولنه

د افغان کډوالو د ایستو په اړه د اسلام اباد پر وړاندې غبرګونونه

له کله نه چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی، نو پر وړاندې یې بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي

پاکستان ویلي چې له دې هېواد به ناقانونه افغان کډوال وباسي او افغانستان ته به یې استوي چې اوس دغه لړۍ تېزه شوې ده او کډوال افغانستان ته روان دي.

د نومبر لومړۍ نېټه چې له پاکستانه د څه باندې ۱.۷ میلیونه افغان کډوالو د ستنولو لړۍ پېل شوې ده، د پاکستان حکومت دغه ګام له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د بېلابېلو بنسټونو نیوکې

د بشري حقونو بنسټونو او د کډوالۍ نړيوالو سازمانونو د پاکستان پر دغې پرېکړې د نیوکې تر څنګ اندېښنه څرګنده کړه او د دوى په باور د ناقانونه افغان پناه غوښتونکو شړل له نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه ده.

نور ولولئ: طالبان وايي چې تورخم ته د کډوالو د ثبت لپاره تخنیکي ډله رسېدلي

ملګرو ملتونو، طالبانو، لوېدیځو ډیپلوماتانو او د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو د پاکستان له حکومته غوښتي چې پر خپلې دغې پرېکړې له سره غور وکړي

له دې سره، د پاکستان له خوا د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لپاره د ورکړل شوي ضرب الاجل له پای ته رسېدو سره سم، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ یو ځل بیا له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه دې لغوه کړي.

نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي چې، پاکستان باید په افغانستان کې د یوه بل ناورین د رامنځته کیدو لامل نه شي.

افغان کډوالو ته ورکړل شوی وخت پوره شوی

تېره ورځ له دغه هېواده د ناقانونه پناه غوښتونکو په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د اېستلو لپاره د پاکستان له لوري د ټاکل شوي ضرب الاجل وروستۍ ورځ وه او پاکستاني چارواکو له دې مخکې اعلان کړی و، چې که له دغه مهالوېش وروسته ناقانونه کډوال له دې هېواده و نه وتل، د پولیسو لخوا د عملیاتو په پیل سره به تر پیژندلو وروسته له دې هیواد څخه واېستل شي.

نور ولولئ: د پاکستان له لوري د افغان کډوالو ایستل؛ تورخم کې ډېری کډوال را اوښتو ته انتظار دي

د دغو غبرګونونو پر دوام د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک بیا تېره شپه ناوخته په نیویارک کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې د دې سازمان بېلابیلې ادارې د افغان کډوالو پر موضوع له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.

نوموړی وايي: «موږ په زور سره د افغان کډوالو په اېستلو ډېره اندېښنه لرو او د ارزونو له مخې ډیری کډوال اوسمهال ستنېدو ته چمتو نه دي.»

اخوا په اسلام اباد کې د طالبانو په واک کې افغان سفارت د کډوالو جبري اېستلو ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان ته د سوداګرو کډوالو د پیسو لېږدولو په اړه کومه پالیسي نه شته او له امله یې «په پاکستان کې یوه مافیا رامنځته شوې چې د وتلو په چارو کې له کډوالو په بېلابیلو پلمو سره پیسې اخلي.»

دغه سفارت د چهارشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغان کډوالو او سوداګرو د نغدو پیسو او غیر نغدي اموالو د لیږد په اړه ناڅرګندتیا شته او هم د قانوني کډوالو بانکي حسابونه تړل شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button