Uncategorized

د افغان کډوالو ستونزو د حل لپاره له ملکرو ملتونو د کډوالو چارو وزارت غوښتنه

د کډوالو چارو وزارت پر ملګرو ملتونو غږ کړی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې په نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته جدي رسېدنه وکړي. د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په کابل کې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، په نورو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کېږي.

مور باید د احتجاج غږ ورسوي

ښاغلي حقانی زیاتوي: «موږ باید د کډوالو غږ، د هغوی ستونزې او د هغوی حقونه ټولې نړۍ او مسولانو ته ورسوو.» ورته مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي د کمېشنرۍ رییس وایي، افغانستان چې اووه مېلیونه کډوال لري، د لوږې له ناورین سره هم مخ دی. دی ژمنه کوي چې له نورو نړیوالو ادارو سره به په همغږۍ  د کډوالو پرستونزو غور کړي.

لیونارډ زولو وايي: «موږ ټول مسوولیت لرو چې د کډوالو ساتنه وکړو او باید ډاډه شو چې له نړیوالو قوانینو سرغړونه نه‌کېږي. هغه کسان چې نورو هېوادونو ته یې پناه وړې ده او په خپل هېواد کې یې ژوند په خطر کې دی، باید په اجباري ډول بېرته ستانه نه‌کړای شي او باید کورنیو بې‌ځایه شویو ته جدي رسېدنه وشي او خپلو اصلي ځایونو ته ستانه کړای شي او کډوالو ته دایمي حل لارې ولټول شي او دغه دایمي حل‌لاره په ټولنه کې د ښځو او نارینه‌وو حقونو ته درناوی او د تبعیض نه‌شتوالی دی.»

نور یی ولوله| ریچارډ بېنېټ: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ناوړه شوی

نور یی ولوله| د کابل پوهنتون ځينې پوهنځۍ د استادانو له کموالي سره مخ دي

له دې سره سم، ملتونه هم د افغانستان د کډوالو پر وضعیت د اندېښنې په څرګندلو سره وایي، اوس‌مهال ۲۴ مېلیونه افغانان خوراکي خوندیتوب نه‌لري او ۹۷ سلنه نور د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.د بښنې نړیوال سازمان د کډوالو د ورځې په مناسبت خپرې کړې بیانیې کې ویلي، افغانستان د کډوالو له تر ټولو بد ناورین سره مخ دی او له نړیواله ټولنه غواړي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په اجباري ډول د افغان کډوالو بېرته راستنول ودروي.

د نړیوالو شمېرو له مخې، په  افغانستان کې څه باندې اووه مېلیونه کډوال د  نښتو، تاوتریخوالي او بې‌وزلۍ له  امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي چې ډېری دغه کډوال په ایران، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، مالیزیا او ترکیه کې ژوند کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button