نړیوال خبرونه – د نړۍ له کنجونو مهمې پیښې او رپوټونه

د اماراتو ۵ کلنې ویزې؛ شرایط، اسناد، فیس او د غوښتنلیک بشپړ معلومات

د اماراتو ۵ کلنې ویزې په اړه مهم معلومات خپاره شوي دي. د متحده عربي اماراتو د پنځه کلنې Multiple Entry یا څو ځله ننوتلو ویزې له لارې د افغانستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو اتباع کولی شي په پنځو کلونو کې څو ځله اماراتو ته سفر وکړي، پرته له دې چې هر ځل نوې ویزه واخلي.

دغه ویزه په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره مناسبه ده چې د سیاحت، کورنۍ لیدنې یا سوداګریزو سفرونو لپاره په دوامداره توګه متحده عربي اماراتو ته تګ راتګ کوي.

د اماراتو ۵ کلنې ویزې مهمې ځانګړتیاوې

د اماراتو د قوانینو له مخې، د دې ویزې لرونکي ته په هر ځل ننوتلو سره تر ۹۰ ورځو پورې د پاتې کېدو اجازه ورکول کېږي.

که شرایط بشپړ وي، د استوګنې دغه موده د نورو ۹۰ ورځو لپاره هم غځېدای شي، خو د یوه کال په اوږدو کې د ټولو ورځو مجموعه باید له ۱۸۰ ورځو زیاته نه شي.

د اماراتو ۵ کلنې ویزې ترلاسه کولو شرایط

د متحده عربي اماراتو د چارواکو په وینا، د د اماراتو ۵ کلنې ویزې لپاره غوښتونکی باید لاندې شرایط ولري:

پاسپورټ چې لږ تر لږه شپږ میاشتې اعتبار ولري.

د بېرته ستنېدو یا بل هېواد ته د سفر تأیید شوی ټکټ.

معتبره روغتیايي بیمه.

د تېرو شپږو میاشتو په موده کې په بانکي حساب کې د لږ تر لږه ۴,۰۰۰ امریکايي ډالرو یا معادل پیسو شتون.

د خپل هېواد ملي پېژندپاڼه یا تذکره.

د پاسپورټ په اندازه تازه عکس.

د غوښتنلیک سپارلو طریقه

غوښتونکي کولی شي د ICP یا GDRFA د انلاین خدماتو له لارې، د پیرودونکو د خدمتونو مرکزونو یا مجاز ټایپنګ سنټرونو په وسیله خپل غوښتنلیک ثبت کړي.

چارواکي وایي، که ټول اسناد بشپړ وي، نو ویزه عموماً په شاوخوا ۴۸ ساعتونو کې صادریږي.

د اماراتو ۵ کلنې ویزې فیس

د چارواکو د معلوماتو له مخې:

د ICP له لارې د غوښتنلیک ټول لګښت شاوخوا ۳,۷۷۵ درهمه دی.

د GDRFA له لارې د غوښتنلیک ټول لګښت ۳,۷۱۳.۵ درهمه دی.

په دې لګښت کې د غوښتنلیک فیس، د ویزې د صادرولو لګښت، امنیتي تضمین (Security Deposit) او نور خدماتي فیسونه شامل دي.

د غوښتنلیک د رد کېدو لاملونه

د متحده عربي اماراتو چارواکي وایي، که غوښتونکی لازم اسناد یا معلومات پر وخت وړاندې نه کړي، یا څو ځله نیمګړی غوښتنلیک وسپاري، نو غوښتنلیک یې په اوتومات ډول رد کېدای شي.

همدارنګه، که د ویزې لرونکی له ټاکلې مودې زیات وخت په اماراتو کې پاتې شي، د جریمې، د امنیتي تضمین د ضبط کېدو او په راتلونکو غوښتنلیکونو کې د ستونزو له احتمال سره مخ کېدای شي.

خو د اماراتو د نافذو مقرراتو له مخې، په ځینو ځانګړو مواردو کې که غوښتنلیک رد شي، د امنیتي تضمین او د ځینو ورکړل شویو فیسونو د بېرته ترلاسه کولو امکان هم شته.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button