نړیوال خبرونه

د امریکا دفاع وزارت وايې د افغان پوځ چورلکې به طالبانو ته نه ورکول کېږي

د امریکا دفاع وزارت وايي، هغه چورلکې به طالبانو ته نه سپارل کېږي چې د تېر کال اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نړیدلي افغان پوځ ځینې پیلوټانو ګاونډیو هېوادونو تاجکستان او ازبکستان ته بیولې دي. تېره شپه د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کیربي په دې هکله یوې پوښتنې ته ځواب کې وویل، تر اوسه د دې چورلکو د برخلیک په تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خو په وینا یې دومره معلومه ده، چې طالبانو ته به نه ورکول کېږي.

ښاغلي وویل: ”موږ د دې چورلکو د برخلیک په هکله لا هم کار کوو، په دې تړاو تر اوسه د تازه پرېکړې معلومات نه لرم، خو فکر کوم داسې باید وانګېرو چې دا به افغانستان ته بېرته نه استول کېږي، چې طالبان یې وکاروي. ” ښاغلی کیربي وايي، دا چې دې چورلکو سره به څه کېږي، چا ته به ورکول کېږي او کوم ځای به ساتل کېږي، د امریکا دفاع وزارت لا هم په دې هکله غور کوي او کومه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د یادونې ده، چې د روانې جنورۍ پر ۱۱ مه د طالبانو د دفاع چارسمبالي وزير ملا محمد يعقوب مجاهد له هغو هېوادونو چې دغه چورلکې په کې دي وغوښتل چې بېرته يې باید افغانستان ته وسپاري. ښاغلي مجاهد کابل کې د هوايي ځواک قومندانۍ کې د وینا پر مهال د تاجکستان او ازبکستان په ګډون ګاونډيو هېوادونو ته خبرداری ورکړی و چې دغه چورلکې چې د تېر حکومت د پرځېدو پر مهال دغو هېوادونو ته وړل شوي باید بېرته ورکړل شي.

ښاغلي وایې: “دوی زموږ طیارې او زموږ جهازونه، هلیکوپټـر دي، که هر څه دي، هغه دې بېرته هېواد ته راولي. که یې نه راولي، بیا موږ کولای شو چې خپل د وس مطابق عکس العمل وښیو. ډېره حوصله مو کړې ده،‌ ډېر صبر مو کړی دی، نوره زموږ حوصله تمامېږي”. د یادونې ده چې د تېر اګست پر پنځلسمه افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم د افغان هوايي ځواک لسګونه کارکوونکي او پیلوټان د افغانستان شمالي ګاونډیو هېوادونو ته وتښتېدل.

نور یی ولوله | د افغانستان په لوېديځ کې زلزلې “مرګژوبله” اړولې

تېر اکتوبر کې بیا د رویترز خبري اژانس په رپوټ کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي له نوم یادولو پرته ویل شوي و، د افغانستان هوايي ځواک هغه نژدې ۱۵۰ پیلوټان او کارکوونکي چې په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته تاجکستان ته تللی وو، ژر امریکا ته لېږدول کېږي په رپوټ کې دغه راز ویل شوي و چې امریکا غواړي په تاجکستان کې د افغانستان د هوايي ځواک ټول ایسار پاتې مامورین امریکا ته ولېږدوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button