کورني خبرونه

د امریکا له لوري د طالبانو په رسمیت نه پېژندل؛ متقي یې لیدو ته قطر ته سفر کوي

امریکا وايي، له طالبانو سره لیدنې د دوی د رسمیت پېژندلو په مانا نه دي، خو طالبان خوشبین دي

پټېل ویلي: “دا د امریکا په پالیسۍ کې د کوم بدلون په مانا نه ده. موږ ډیر روښانه وو، کله چې زموږ په ګټه وي، موږ به له طالبانو سره په مناسب ډول خبرې وکړو.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات وايي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري به په دوحه کې د طالبانو له یوه پلاوي سره خبرې وکړي.

نور ولولئ: امریکا پر “طالبانو” غږ کړی چې د افغان خاورې د کارولو اجازه ورنکړي

ویل شوي دوی به د افغانستان لپاره پبشري مرستو، امنیت، د ښځو د حقونو، اقتصادي ثبات او د مخدره موادو د تولید او قاچاق پر وړاندې د مبارزې په تړاو بحثونه ولري.

افغانستان کې له بشري حقوقو سرغړونې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټېل د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او څنډې ته د ښځو او نجونو د پرېښودلو په اړه د امریکا اندېښنې تکرار کړي او ویلي یې دي، په قطر کې خبرې “طالبانو سره ښکېلتیا د هغوی د رسمیت پېژندلو په مانا نه ده.”

پټېل ویلي: “دا د امریکا په پالیسۍ کې د کوم بدلون په مانا نه ده. موږ ډیر روښانه وو، کله چې زموږ په ګټه وي، موږ به له طالبانو سره په مناسب ډول خبرې وکړو.”

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه پلاوي مشري به د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کوي.

نور ولولئ: امریکا : د طالبانو خلاف تاوتریخوالي ملاتړ نه کوو.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ به يو پلاوی د روانې ميلادي مياشتې په پای کې دوحې ته سفر وکړي او هلته به له امريکايي چارواکو سره پر اړوندو مسايلو خبرې وکړي.

طالبان خپلې ستونزې مطرح کوي

د ښاغلي بلخي په وینا، “په دې خبرو کې د بنديزونو او تور ليستونو ختمول، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادول او د افغانستان د هوايي حريم پر نقض بحثونه به لومړيتوب ولري.”

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي،‌ په دې سفر کې به طالب پلاوی د قطر دولت له ځينو چارواکو سره هم پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

امیر خان متقي او نور طالب مشران د سفر له بندیزونو سره مخامخ دي، خو امریکا دوی ته د سفر اسانتیاوې برابروي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button