ټکنالوجي

د انټرنېټ په نړۍ کې د کاروونکو کمپیوټرونو خونديتوب

په نړۍ کې انټرنېټ ته د خلکو د پراخ لاسرسي له امله، د انټرنېټ خونديتوب موضوع په دې وروستیو کې د کاروونکو جدي پام ځانته اړولی دی. که څه هم ډېري سېسټمونه، براوزرونه او پروګرامونه خپل داخلي امنیت لري، خو تاسو نشئ کولی یوازې د دوی په امنیت بسنه وکړئ

په عموم کې د وېب لټون، د برېښنالیک مدیریت، او په ټولنیزو رسنیو کې د فعال پاتې کېدو په ګډون، هغه فعالیتونه چې په آنلاین او انټرنېټ کې ترسره کیږي، د کاروونکو د محرمیت لپاره خورا خطرناک دي نو تاسو باید د خپلو شخصي مالوماتو پورې اړوند ټولو انټرنېټي فعالیتونو ته پام وکړئ. په ننني عصر کې د انټرنېټ په مرسته ډېر کارونه تر سره کېږي او نه کارول یې خلک له جدي ننګونو سره مخ کوي. د انټرنېټ د خوندي کارولو په موخه، د شخصي مالوماتو د افشا کېدو مخنیوي لپاره بېلابېلی لارې-چارې شته دي چې باید په پام کې ونیول شي.

له همدې امله، په دې لیکنه کې به موږ د انټرنېټ له لارې د کاروونکو  د کمپیوټرونو د هېک کولو تر ټولو عامې لارې او په انټرنېټ کې د خوندي پاتې کېدو مهم ټکي په اړه مالومات درکړو.

د انټرنېټ امنیت څه شی دی؟

د انټرنېټ امنیت د کمپیوټر شبکې امنیت تر عنوان لاندې ګڼل کېږي او ډېری یې د آنلاین پلټ فارمونو له امنیت سره په څنګ کې کارول کېږي. په انټرنېټ کې ډېر پروګرامونه او سرچینې شتون لري چې موخه یې د کمپیوټرونو د عملیاتي سېسټم ویجاړول او په وېرسونو د سېسټمونو د اخته کولو او د کاروونکو له سېسټمونو څخه د معلوماتو هېک کول دي نو له دې امله د انټرنېټ امنیت مسلې ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.

نور ولولئ: د نړۍترټولو چټک ترین انټرنېټ

څرنګه چې انټرنېټ د مالوماتو د لیږدولو لپاره یو ناامنه پلټ فارم دی، نو د انټرنېټ کاروونکي باید د انټرنېټ او امنیتي میتودونو لکه د انټي ویروس سافټویر نصبولو او مشکوکو خوځښتونو، نامالومو سایټونو ته د مالوماتو وړاندې کولو او نورو اړوندو لاروچارو سره ښه اشنا وي څو د هر ډول احتمالي ګواښ څخه خوندي وي.

په انټرنېټ کې د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کولو لپاره، دا اړینه ده چې کاروونکي د هغه میتودونو سره اشنا شي چې هېکران د دوی د قربانیانو تېر ایستلو لپاره کاروي. د انټرنېټ ترټولو عام امنیتي ګواښونه فشینګ او هېک کول دي چې موږ يې درپيژنو.

فشینګ

فشینګ (Phishing) یو سایبري برید دی چې پټ شوي برېښنالیکونه پکې شامل دي. هېکران هڅه کوي چې د برېښنالیک ترلاسه کونکي په دې فکر کولو کې تیر باسي چې دا یو ریښتینی او اړونده پیغام دی. د مثال په توګه، د دوی د دفتر څخه یو لیک دی یا د کارونکي د همکار یا ملګري څخه یو یاددښت دی چې دا په حقیقت کې د هېکرانو لخوا ترتیب شوی وي او د دوی زیان منونکو ته لېږل کیږي څو دوی په نښه شوي لینک باندې کلیک وکړي یا په برېښنالیک کې ضمیمه شوی فایل خلاص کړي. اصلي موخه دا ده چې کاروونکي د شخصي مالوماتو په سپارلو یا د ناوړه سافټویر ډاونلوډولو لپاره تېر باسي. څرنګه چې دا د مالوماتو غلا کولو یو له ارزانه او اسانه لارو څخه ده، دا د 1990 لسیزې راهیسې د هېکرانو په منځ مشهور دی.

نور ولولئ: په افغانستان کې د ټولنيزو رسنيو کاروونکو شمیر په ډیریدو دی

په وروستیو کلونو کې د فشینګ تخنیکونه او پیغامونه په زیاتېدونکي توګه پېچلي شوي دي. د دې لپاره چې د فشینګ لخوا هېک کېدو څخه مخنیوی وشي، کاروونکي باید په مشکوکو او نامالومو برېښنالیکونو او ضمیمه شوي فایلونو باندې له کلیک کولو څخه ډډه وکړي.

له لرې واټن څخه لاسرسی او هېک کول

هېکران تل په دې لټه کې دي چې د شخصي سېسټم یا شبکې زیان منونکي اړخونه او برخې وکاروي څو د کاروونکو شخصي مالومات پټ کړي. له لرې واټن څخه د معاصر ریموټ لاسرسي ټیکنالوژي (Remote Desktop – RDP Problems) کاروونکو ته زمینه برابروي چې د کاروونکو کمپیوټرونو ته له لرې واټن څخه لاسرسی پیدا او هغه کنټرول کړي. څرنګه چې RDP په پراخه کچه د ډېرو سوداګریزو بنسټونو لخوا کارول کیږي، د ناسم خوندي یا زیان منونکي شبکې امکانات نسبتا لوړ دي.

نور ولولئ: لپټاپ لرونکوته ضروري؛ په دې ۵ لارو مو د کمپیوټر د ګرمیدو مخه ونیسئ

هېکران د RDP زیانونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره بېلابېل تخنیکونه کاروي څو د کارونو شبکو او وسیلو ته بشپړ لاسرسی ترلاسه کړي. دوی کېدی شي مالومات پخپله غلا کړي او له هغه څخه ناوړه استفاده وکړي. د خپل سېسټم د هېک کولو او ریموټ کنټرول مخنیوي لپاره، کارونکي باید په برېښنالیکونو او ضمیمه شویو فایلونو باندې له کلیک کولو څخه ډډه وکړي، د عامه وای فای کارولو څخه لرې واوسي او په خپل کمپیوټر کې د باور وړ انټي ویروس وکاروئ.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button