ژوندسات تيرينړیوال خبرونه

په افغانستان کې د ټولنيزو رسنيو کاروونکو شمیر په ډیریدو دی

په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ټولنيزو رسنيو کاروونکي په بې سارې توګه مخ په ډېرېدو دي؛ موږ په دغه ليکنه کې ټولنيزې رسنۍ درپيژنو

ټولنيزې رسنۍ دوه‌اړخیزې یا تعاملي (Interactive) ټېکنالوژۍ دي چې د مجازي ټولنو او شبکو له لارې د معلوماتو، نظرونو، ذوقونو، خوښيو او د بیان نورو ډولونو رامنځته کولو او شريکولو لپاره اسانتیاوې برابروي. په داسې حال کې چې د ټولنیزو رسنیو د بېلابېل ډوله خپلواکو (stand-alone) او نه بېلېدونکو (built-in) خدمتونو له کبله چې اوسمهال شته، د ټولنيزو رسنيو تعريف ستونزمن شوی، خو بیا هم ټولنیزې رسنۍ ځينې ګډې ځانګړتياوې لري، چې په لاندې ډول دي:

۱- ټولنيزې رسنۍ د دوه‌ اړخیز چلند اړوند یا تعاملي (Interactive) مشارکتي (Web 2.0) انټرنېټي اپليکېشنونه دي.

۲- د کارن (User) له لوري تولید شوې منځپانګه لکه متني پوستونه يا تبصرې، ډیجیټل انځورونه يا وېډیوګانې او نور مواد او مالومات چې د انلاين تعاملونو په نتيجه کې منځته راځي د ټولنيزو رسنيو حیاتي برخه ده.

۳- کارنان یا کاروونکي په هغو وېبپاڼو یا اپلیکېشنونو کې د اړوندو خدماتو ځانګړي پروفایلونه جوړوي چې د اړوندې ټولنیزې رسنۍ د ادارې له خوا ډیزاین او ساتنه یې کېږي.

۴- ټولنیزې رسنۍ له نورو افرادو یا ډلو سره د یوه کارن (User) د پروفایل نښلولو له لارې د انلاین ټولنیزو شبکو په پراختیا کې مرسته کوي.

۵-ټولنیزې رسنۍ حتی د خلکو شخصي ژوند ته هم ننوتلې دي.

کاروونکي معمولا د ټولنيزو رسنيو خدمتونو ته په ډېسکټاپونو کې د اېنټرنېټي اپليکېشنونو له لارې يا د ډانلوډ خدمتونو له لارې چې د دوی ګرځنده وسیلو (لکه ځیرکو موبايلونو او ټبلېټونو ته) په ټولنیزو رسنیو کې د فعالیت زمینه برابروي، لاسرسی پیدا کوي. کله چې کاروونکي له دغو برېښنایي خدمتونو سره ښکېلېږي، دوی داسې د لوړې کچې تعاملي یا (interactive) جوړښتونه یا پلېټفارمونه رامنځته کوي چې افراد، ټولنې، او سازمانونه کولی شي د کاروونکو له خوا تولید شوې (user-generated) یا په خپله رامنځته شوې (self-curated) او په انلاین بڼه خپرې شوې منځپانګې سره شریکې کړي، په ګډه یې رامنځته کړي، بحث پرې وکړي، ګډون په کې وکړي، او یا هم سمونونه پکې راوړي. دغه راز، ټولنیزې رسنۍ د خاطراتو او یادونو د مستندولو، د بېلابېلو څیزونو د زده کړې او سپړنې، ځان مشهورولو (advertise oneself)، او د بلاګونو، غږيزو فايلونو، ویډیوګانو، او د ګېمونو اړوند سایټونو د جوړولو له لارې د نظریاتو له پراختیا سره د ملګرتیاوو جوړولو لپاره کارېږي.

د انسانانو او ټېکنالوژۍ تر منځ همدا بدلېدونکې اړیکې د ټېکنالوژيکي ځاني-څېړنو (technological self-studies) د پراخېدونکي ډګر د تمرکز ساحه هم ده. د ټولنیزو رسنیو ځینې خورا مشهور وېبسايټونه چې تر ۱۰۰ مېليونه زیات راجسټر شوي کاروونکي یا کارنان لري، عبارت دي له: فېسبوک (Facebook) او ورسره تړلي فېسبوک مېسنجر (Facebook Messenger)، ټيک ټاک (TikTok)، وي چټ (WeChat)، انسټاګرام (Instagram)، کیوزرن (QZone)، ویبو (Weibo)، ټویټر (Twitter)، ټمبلر (Tumblr)، بایدو تېبا (Baidu Tieba) او لېنکډ اېن (LinkedIn).

نور ولولئ: د میټا شرکت مشر زوکربرګ ویلي د ۱۰ زره کارکوونکو دندې ختموي

ځینو تعبیرونو ته په پام، نور مشهور پلېټفارمونه هم ځینې وختونه د ټولنیزو رسنیو د خدمتونو په ډله کې شاملېږي. په دغو پلېټفارمونو کې یوټوب (YouTube)، کیوکیو (QQ)، کورا (Quora)، ټېلېګرام (Telegram)، وټسپ (WhatsApp)، سېګنل (Signal)، لاین (LINE)، سنپ چټ (Snapchat)، پېنټرسټ (Pinterest)، وایبر (Viber)، رېډېټ (Reddit)، ډای سکورډ (Discord)، وي کې (VK)، مایکروسافټ ټیمز (Microsoft Teams) او ګڼ نور شاملېږي. ویکي‌ګانې (Wikis) بیا د ګډ کار په پایله کې د منځپانګو جوړولو بېلګې دي.

ډېری ټولنیزې رسنۍ له دودیزو رسنیو (لکه چاپي مجلو او ورځپاڼو، تلویزیون او راډیويي خپرونو) سره د څرنګوالي، لاسرسي، فریکونسۍ، کارونې، تړاو او اهمیت، او دوام په شمول بېلابېلو برخو کې توپیر لري. د دې ترڅنګ، ټولنیزې رسنۍ د ډیالوګیک (dialogic) لېږد سیسټم پر بنسټ کار کوي، په دې مانا چې ډېرو ترلاسه کوونکو لپاره به ډېرې سرچینې وي، په داسې حال کې چې دودیزې رسنۍ د مونولوژیک (monologic) لېږد ماډل پر بنسټ کار کوي کار کوي (یانې دا چې د ډېرو کاروونکو لپاره به یوه سرچینه وي).  د بېلګې په توګه: يوه ورځپاڼه ډېرو پېرودونکو ته رسول کېږي او د راډيو یو سټېشن هماغه پروګرامونه د ټول ښار لپاره خپروي.

د انټرنیټ د ډرامټيکې پراختیا له کبله، ډیجیټل رسنۍ یا ډیجیټل بیانات (digital rhetoric) د یوه کلتور د استازیتوب یا پېژندلو لپاره کارېدای شي. دا څېړل چې بيانات (rhetoric) څه ډول په ډیجیټل چاپېریال کې ځای پر ځای دي، د ډېری پوهانو لپاره د څېړنو یو نوی او مهم بهیر ګرځېدلی.

کتونکي او څارونکي د ټولنیزو رسنیو د کارولو ګڼې مثبتې او منفي اغېزې بیانوي. ټولنیزې رسنۍ کولی شي له حقیقي یا مجازي ټولنو سره د یوه کس د نښلون او اړیکې په پراختیا کې مرسته وکړي او د شرکتونو، پانګه اچوونکو، غیر انتفاعي سازمانونو، مدافع ډلو، سیاسي ګوندونو او حکومتونو لپاره د اړیکو (یا بازارموندنې) اغېزناکه وسیله شي.  څارونکي همدا راز په دې اند دي چې د سیاسي ناکراریو پر مهال له ټولنیزو رسنیو څخه د ټولنيزو خوځښتونو د اړیکو او تنظیم لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول هم زیات شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button