د ایران او امریکا جګړه؛ مسکو د منځګړیتوب هڅې زیاتوي

د ایران او امریکا جګړه؛ کرملین وايي، پوتین د تهران دریځ ټرمپ ته رسولی او روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې کړې دي.
د روسیې د ولسمشر سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، پوتین او ټرمپ د اکتوبر پر نهمه شاوخوا یو نیم ساعت ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د روسیې د معلوماتو له مخې، پوتین ټینګار کړی چې له ایران سره د اختلافاتو د حل لپاره ډیپلوماټیکې لارې لا نه دي ختمې شوې.
نوموړي د ایران د غني شویو یورانیمو روسیې ته د لېږد پخوانی وړاندیز هم تکرار کړی دی.

د دواړو ولسمشرانو د خبرو مهمه برخه د اوکراین جګړې او د هغې د ترینګلتیا کمولو ته ځانګړې شوې وه.
پوتین او پزشکیان په ترکمنستان کې سره لیدلي
پوتین او پزشکیان د ترکمنستان په اوازه سیمه کې د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې دوه اړخیزه کتنه کړې وه.
پوتین ویلي، روسیه چمتو ده چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې وکړي.
پزشکیان هم ویلي چې تهران له واشنګټن
سره خبرو ته ژمن دی، خو د ده په وینا، د مذاکراتو پر مهال پوځي بریدونه د باور فضا زیانمنوي.
د ایران ولسمشر څرګنده کړې چې دواړو لورو د احتمالي هوکړې لپاره وړاندیزونه تبادله کړي دي.
د د ایران او امریکا جګړه د پای ته رسولو هڅې داسې مهال روانې دي چې د فبرورۍ پر ۲۸مه د امریکا او اسرائیل له بریدونو وروسته پیل شوې نښتې لا هم بشپړ سیاسي حل ته نه دي رسېدلې. د ایران او امریکا جګړه
د جون میاشتې لومړنۍ هوکړه هم د وروستیو پوځي نښتو او د هرمز تنګي پر سر د اختلافاتو له امله کمزورې شوې ده.
پوتین او پزشکیان په ترکمنستان کې د اذربایجان له ولسمشر الهام علییف سره درې اړخیزه غونډه هم کړې چې پکې د انرژۍ او کسپین سمندرګي د همکاریو موضوعات څېړل شوي دي. د ایران او امریکا جګړه
تر اوسه څرګنده نه ده چې د مسکو تازه ډیپلوماټیکې هڅې به د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو د بیا پیل یا یوې هوکړې لامل شي.



