نړیوال خبرونه

د ایران او پاکستان له زندانونو ۴۰۷ تنه افغانان خلاص شوي

په ایران او پاکستان کې ۴۰۷ تنه افغان بندیان له زندانونو خوشي شوي او افغانستان ته رسیدلي دي

په دې بندیانو کې ۲۶۰ تنه افغان زندانیان له ایراني زندانونو راخوشي شوي چې د افغانستان اسلامي امارت ته سپارل شوي او ۱۴۷ نور هم له پاکستانیو زندانونو خوشي شوي چې هیواد ته رسیدلي دي.

د ایران لخوا سپارل شوي بندیان په بیلابیلو جرمونو تورن وو چې ځینې یې پر اعدام هم محکوم وو

په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت استازي شیر احمد عمار خبریالانو ته وویل چې نن د کب په ۱۵مه د دوو هیوادونو ایران او افغانستان د مسوولینو په حضور کې ۲۶۰ تنه هغه زندانیان چې په بیلابیلو جرمونو تورن په نوموړي هیواد کې زندانیان وو په اسلام کلا کې بندر کې د اسلامي امارت چارواکو ته وسپارل شول.

نوموړي زیاته کړې چې په پام کې ده ۱۹۰۰ تنه نور افغان زندانیان هم د افغانستان حکومت ته وسپارل شي چې ۲۰ تنه یې ښځې دي.

د دې زندانیانو ترمنځ ۴۰۰ هغه یې په ایراني محاکمو کې پر اعدام محکوم شوي وو.

هغه وویل چې په افغانستان کې هم یو شمیر ایرانيان بندیان دي چې د ایران دولت ته به وسپارل شي.

په ورته وخت کې په ایران کې د افغانستان سفیر فضل محمد حقاني وویل چې دا مهال د ایران په زندانونو کې شپږ زره افغان بندیان شته.

په ایران کې د افغانستان سفارت څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت ته وسپارل شو

د ایران لوري افغان حکومت ته د دې بندیانو سپارل په داسې حال کې کیږي چې څو ورځې وړاندې د ایران حکومت په نوموړي هیواد کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته وسپاره.

د دې سفارت سپارنې په هیواد کې دننه او بهر ګڼ منفي او مثبت غبرګونونه راوپارول.

د پاکستان له زندانونو هم ۱۴۷ تنه افغان بندیان خوشي شوي او هیواد ته راستانه شوي

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې په هغه هیواد کې میشت ګڼ شمیر افغان کډوال په زندانونو کې اچولي وو.

د دې کډوالو له منځه ۱۴۷ تنه بندیان نن د کب په ۱۵مه د سپین بولدک له لارې هیواد ته راستانه شوي دي. دا خبر د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د یو ټویټ په لړ کې خپور کړی.

د کندهار ولایت د کډوالو ریاست د سرحدي چارو آمر وایي چې د خوشو شویو کسانو په ډله کې ښځې، ماشومان او یوه جنازه هم وه چې ځینې یې ناروغان وو او د کندهار ولایت میرویس روغتون ته وړل شوي دي چې ځینې نور یې د آی او ایم دفتر په همکارۍ خپلو خونو ته لیږدول شوي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او د کډوالو چارو آتشې په هڅو او هلته د میشتو قام پالو خوځښتونو د فعالانو په کوښښونو د پاکستان له بیلابیلو زندانونو له زرو تنو زیات افغان کډوال خوشي شوي او هیواد ته راستانه شوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button