د ایران لپاره د ټرمپ نوی نظر؛ اقتصادي فشار که پوځي اقدام؟

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران پر وړاندې په اوسني وضعیت کې اقتصادي فشار تر پراخ پوځي برید غوره بولي.
ټرمپ له Axios سره په مرکه کې ویلي، واشنګټن د ایران وضعیت له نږدې څاري او د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې، که څه هم محدودې دي، لا هم روانې دي.
نوموړي د ایران اقتصادي وضعیت ته په اشارې ویلي چې دغه هېواد له لوړ انفلاسیون او د مالي سرچینو له کمښت سره مخ دی. د ټرمپ په وینا، د امریکا اقتصادي فشارونه، د سمندري محدودیتونو په ګډون، د ایران اقتصادي ستونزې لا زیاتې کړې دي. د ایران لپاره د ټرمپ نوی نظر
د ایران لپاره د ټرمپ نوی نظر څه دی؟
ټرمپ ویلي، دی نه غواړي په اوسني پړاو کې د ایران پر وړاندې پراخ پوځي اقدام وکړي او پر ځای یې اقتصادي فشار ته ترجیح ورکوي. نوموړي همداراز د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو د دوام هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي چې باور لري خبرې ښايي په پای کې یوې پایلې ته ورسېږي. د ایران لپاره د ټرمپ نوی نظر
د امریکا ولسمشر اوسنی وضعیت د شطرنج له لوبې سره تشبیه کړی او ویلي یې دي چې واشنګټن د خپل راتلونکي ګام په اړه فکر کوي.
د هرمز تنګي پر سر خبرې لا نه دي وروستۍ
د ټرمپ څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ په اړه د ایران، امریکا او عمان ترمنځ خبرې لا تر اوسه وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلې. د ایران لپاره د ټرمپ نوی نظر
تمه وه چې د دې موضوع په اړه هوکړه څو ورځې وړاندې اعلان شي، خو خبرې ځنډېدلې او د وروستۍ هوکړې لپاره کومه مشخصه نېټه نه ده ټاکل شوې.
د تېلو بیې هم د بحث برخه ده
ټرمپ د تېلو بیو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د یوه بېرل بیه له ۷۵ ډالرو لوړه ده. د نوموړي په وینا، د تېلو د بیو راټیټېدل کولی شي د سیمهییزو کړکېچونو له امله پر امریکايي کورنیو رامنځته شوی اقتصادي فشار کم کړي.
د ټرمپ وروستۍ څرګندونې ښيي چې واشنګټن د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام ترڅنګ اقتصادي فشار او خبرو اترو ته هم د راتلونکې تګلارې د مهمو انتخابونو په توګه ګوري.



