نړیوال خبرونه

د ایران ملاتړي ډله نور پر امریکايي ځواکونو بریدونه نه کوي

دغه ډلې اعلان وکړ چې د خپلو عملیاتو له پلانه یې پر امریکايي ځواکونو بریدونه کول ایستلي دي

په عراق کې یوه ملېشه ډله، چې ګومان کېږي په اردن کې یې د هغه ډرون برید تر شا لاس درلود چې درې امریکايي سرتېري پکې ووژل شول وايي، د امریکا پر ضد عملیات یې لغو کړي دي.

د کتائب حزب الله په نامه ډله چې د یکشنبې ورځې برید مسوولیت یې منلی وايي، هدف یې د عراق حکومت د خجالت مخنیوی کول دي.

له دې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي، پرېکړه یې کړې، چې دې برید ته به څنګه غبرګون ښيي، خو تفصیلات یې نه دي بیان کړي.

ایران بیا وايي، پر خپلو ”ګټو” هر برید ته به ځواب ووايي. مخکې یې د امریکا او بریتانیا هغه تورونه رد کړي وو، چې په دې برید کې لاس لري.

د امریکایانو نظامي غبرګون

امریکایانو د یوه وسله وال غبرګون اشاره څرګنده کړې، چې کېدای شي په څو پړاوونو کې څرګند شي.

د امریکا پر ضد له بریدونو د ډډې کولو په ترڅ کې د کتائب حزب الله عمومي منشي ابو حسین الحمیداوي پر سې شنبه یوه اعلامیه کې ویلي: ”په داسې حال کې چې موږ د اشغالګرو ځواکونو پر ضد د امنیتي او دفاعي عملیاتو لغو کولو اعلان کوو- او هدف یې د عراقي حکومت خجله کولو مخنیوی کول دي- موږ به په غزه کې د خپلو خلکو دفاع لپاره له نورو لارو چارو کار اخیستل روان وساتو.”

نور ولولئ: د اوکراین د ملاتړ په اړه د امریکا د دوو سیاسي ګوندونو ترمنځ اختلاف په پراخیدو دی

نور ولولئ:  امریکايي او برتانوي ځواکونو پر حوثيانو بریدونه کړي

نور ولولئ:  پر امریکايي ځواکونو د بریدونو زیاتېدل، عراق او سوریه کې یې د تیارسي امر ورته کړی

امریکايي پوځیان ویلیم جیروم رایورس، کینیډې لاډون ساندرس او بریونا الکساندریا موفیت په ډرون برید کې وژل شوي وو.

us1
په اردن کې د ایران ملاتړي ډلې په ډرون برید کې وژل شوي امریکايي سرتیري

پر امریکايي ځواکونو برید

درې امریکايي سرتېري د سوریې او اردن تر منځ د پولې په سیمه کې د هغه ډرون برید له کبله ووژل شول، چې په امریکا کې د بي بي سي ملګرې رسنۍ سي بي ایس د رپوټونو له مخې په ایران کې چمتو شوی و.

په دې برید کې لسګونه نور پوځیان په داسې حال کې ټپیان شوي وو، چې پر ۲۲ ټاور د ډرون برید پر مهال د خوب په حال کې وو. امریکا د دې برید تور پر ایران پلوه ملېشه ځواکونو پورې کړی و، خو په ځانګړې توګه یې د کتائب حزب الله نوم نه و اخیستی.

خو د امریکا دفاع وزارت یوه ویاند بیا په برید کې د لاس لرلو په تړاو د دې ډلې د نښو، نښانو یادونه کړې وه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button