ژوند او ټولنهسات تيري

د ایټالیا لومړۍ وزیرې د ګډ ژوند خبریال ملګری پرېښود

د ايټالیا لومړۍ وزیرې له خپل خبریال ملګري سره د ګډ ژوند اړیکې پرې کړه ده

د کاناډا له لومړي وزیر چې خپلې مېرمنې ته یې طلاق ورکړ، د ايټالیا لومړۍ وزیرې هم خپل خبریال ملګری د ژوند له اړیکې لرې کړ او اوس یوازې شوه.

د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا مېلوني وايي، خپل د اوږدې مودې ملګري او د تلویزوني خپرونو چلوونکي اندریا جمبرونو سره یې د ګډ ژوند اړیکه شلولې ده.

نور ولولئ: د کاناډا لومړي وزیر خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړ

هغې د جدایۍ دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې په یوه تلويزوني خپرونه کې یې د ښځينه همکارانو په اړه د ملګري څرګندونې خپرې شوې.

د دوی تر منځ پیل شوې اړیکه

۴۶ کلنه میلوني وايي، “هغه اړیکه چې لس کاله یې دوام وکړ، همدلته پای ته ورسېده. له یوې مودې راهیسې زموږ لارې بېلې وې. اوس یې وخت دی چې دا ومنو.”

د ایټالیا دې لومړۍ وزیرې د تلویزوني خپرونو چلوونکي اندریا جمبرونو سره په ۲۰۱۵ کې اشنا شوه او دواړه یوه اووه کلنه لور هم لري.

هغې له خپل دغه ملګري مننه کړې او ویلي یې دی، “موږ د ګډ ژوند خوندور کلونه سره تېر کړل، د هغو سختیو لپاره مننه چې په ګډه مو وګاللې او د لور جینېورا لپاره مننه چې ما ته دې د ژوند یوه تر ټولو مهمه ډالۍ راکړې ده.”

نور ولولئ:  امېنه کاچالیا؛ هغه هندۍ ښځه چې نېلسن منډېلا خوښوله

دې لومړۍ وزیرې همدا راز د دې پر کورنۍ ځینو نیوکه کوونکو ته په اشاره ویلي، “هغه خلک چې غواړي زما د کورنۍ له کبله ما ضعیفه کړي، باید پوه شي چې د اوبو یو څاڅکی هم د کاڼي د ماتولو هوډ درلودلی شي. کاڼی چې کاڼی دی او څاڅکی چې د اوبو یو څاڅکی دی.”

د هغې ملګري د بلې نجلۍ په ستاینه کې

د جورجیا مېلوني پر ملګري اندریا جمبرونو هله سرې اوبه توی شوې چې د ایټالیا یوه تلویزون په طنزي خپرونه کې تر پردې شا ته د هغه کړې هغه خبرې خپرې کړې چې د خپلې یوې همکارې ستاینه کوي او ورته وايي، “ته ډېره هوښیاره یې. کاش تا سره لږ وختي اشنا شوی وای. ته چیرې وې؟”

خو دا موضوع هله لا پسې توده شوه چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د یوې بلې همکارې په هکله هم د هغه خبرې خپرې شوې چې پوښتي یې، واده یې کړی دی او که نه؟

یو بل ځای په ګروپي ډول د جنسي اړیکو ټينګولو په ملاتړ هم خبره کوي.

یوه همکاره یې پوښتي چې که دا خبرې یې څوک ثبت او ورپسې خپرې کړي نو بیا به څه کوي؟ دی یې په ځواب کې وايي، “ما چې څه وویل هغه دومره بد دي؟ موږ ټوکې او مسخرې سره کوو”

که څه هم دغه خبریال تر اوسه د خپلې ملګرې لومړۍ وزیرې د دې پرېکړې او نه هم د خپلو کړو خبرو په اړه لا کوم غبرګون ښودلی دی.

خو دا لومړی ځل نه دی چې د هغه خبرې جنجالي یا ناندریزې کېږي. څو میاشتې مخکې اندریا جمبرونو تورن شو چې ګواکې د جنسي تېري ښکار شوې ښځې ملامتوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button