نړیوال خبرونه

د ا.ا.ا د اقتصادي او مالي چارو کمېسیون د مشرتابه پلاوي لومړنۍ ناسته وشوه.

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي او مالي چارو کمېسیون د مشرتابه پلاوي ناسته د ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخند په مشرۍ د دې وزارت په خیبرهال کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې چې د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي او مالي چارو کمېسیون مسوولینو هر یوه انجینر محمد نصیر رحیمي، انجینر مصطفی او د مالیې وزارت مرستیالانو او عمومي رئیسانو هم ګډون کړی وو، ناسته د قرآن عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه.

د دغې ناستې مشري چې حاجي ملا محمد ناصر اخند پر غاړه درلوده، ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د مالیې وزارت اړوندو رئیسانو ته لارښوونه وکړه او زیاته یې کړه چې په نږدې راتلونکي کې دې د دې وزارت او اړوندو ادارو کاري بهیر بیا پیلېدو لپاره بشپړ چمتووالی ولري او ټینګار یې وکړ چې شته ستونزې او خنډونه به په مشترک ډول هواروو.

20210823 173509

د ناستې په اوږدو کې د مالیې وزارت د خزاینو عمومي رئیس، د ګمرکونو عمومي ریاست تخنیکی مرستیال، د عوایدو عمومي رئیس، د دولتي شرکتونو عمومي رئیس، مالي او اداري عمومي رئیس، د ناستې مشرتابه ته د ملي بودیجې څرنګوالي او لګښت، د ګمرکونو عمومي وضعیت، لاسته راوړنو او اسیکوډا سیستم د ګټو او فعالیتونو او نورو چارو،

همداراز د هېواد ملي عوایدو راټولېدو، مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو، د دولتي شرکتونو د فعالیتونو او لاسته راوړنو او همدارنګه د مالیې وزارت د تشکیل په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button