لوبې خبرونه

د بادغیس دیني عالمان د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کوي

د بادغیس ولایت ځينې دیني عالمان او اوسېدونکي د نجونو پر زده کړو له ټينګار سره، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کوي. نږدې آته میاشتې کېږي چې تر شپږم ټولګی پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

د دغه ولایت دیني عالمانو د بادغیس د علما شورا د پرانیستې په مراسمو کې وايي چې نجونې د هلکانو په څېر حق لري د دیني زده کړو تر څنګ، عصري زده کړې وکړي او ټولنې ته د خدمت جوګه شي. دیني عالم مولوي رمضان وايي:«موږ باید په هرې برخه کې هڅه وکړ چې د خپلو خویندو لپاره د ازاد ژوند زمینه برابره کړو. ښوونه او روزنه هم له اړینو چارو څخه دي

دیني عالم مولوي محی الدین هم وویل:

«د نجونو ښوونځي دې له هلکانو جلا پرانیستل شي ترڅو زموږ خویندې وکړای شي د دیني زده کړو ترڅنګ اړین او طبي زده کړې هم وکړيدوی همداراز وایي، د نارینه وو تر څنګ ښځینه هم حق لري، پر دینې زده کړو سربېره عصري زده کړې وکړي او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

نور یی ولوله | هرات کې د سوداګرو مېرمنو له خوا د دایمي بازار جوړېدل

نور یی ولوله | د افغانستان د ځينو مخکینیو چارواکو له شتمنیو د پردې پورته کول

دوی وایي، زده کړه پر نارینه او ښځینه فرض ده او له اسلامي امارته غواړي، څو د حجاب په رعایتولو سره د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو بندې دروازې پرانیزي. یو بل دیني عالم عبدالرازق وايي:«الله ج زده کړې، علم او پوه پر ښځه او نر فرض کړی دی

بل دیني عالم مولوي ایثار هم څرګندوي:«که چېرې له شرعي حجاب سره درس ووايي، شرعي ستونزه نه لري، ځکه چې ټولنه اړتیا لري یعنې ټولنه د ښځې او نر علم ته اړتیا لريپه همدې حال د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو پر پرانیستو ټینګار کوي.

د بادغیس اوسېدونکی عبدالواحد وايي:«یوې نجلۍ زحمت ایستلی تر شپږم او یا اوم ټولګي یې زده کړې دي او اوس له زده کړو بې برخې دي، ډېر ښه کېږي چې هغوی دولسم ټولګی بشپړ کړي، پوهنتون ته ولاړې شي، ماسټري او ډوکټورا واخلي

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې اسلامي امارت تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو په اړه د یوې نهه کسیزې کمېټې له جوړېدو خبر ورکړی و، خو دا چې یاده کمېټه به کله خپل کارونه پیلوي، لا روښانه نه ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button