کورني خبرونه

د بایډن پرېکړه ناسمه ده؛ حامد کرزی وایې د افغانستان کنګل شوي پیسې دې افغانانو ته وسپارل شي

د افغانستان پخواني‌ ولسمشر حامد کرزي ویلي، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن پرېکړه ناسمه ده او باید له سره پرې غور وشي. ښاغلي کررزي یکشنبه کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل،‌ افغانان په هېڅ ډول د د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱مې بریدونو کې ښکېل نه وو،‌ او باید په دې پلمه یې ملي شتمنۍ ترېنه وانخیستل شي.

یاده دې وي چې ولسمشر جو بایډن دوه ورځې وړاندې د امریکا په بانکونو کې د افغانستان شاوخوا ۷ نیم میلیارده ډالرو کنګل شوې شتمنۍ په اړه اجرایوي فرمان صادر کړ. د دې فرمان له مخې له یادې شتمنۍ به نیمایي برخه افغانستان کې د بشري لپاره ازاده شي.‌

خو امریکا کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو پر سر په محکمه کې هم قضیه روانه ده او د سپتمبر ۱۱مې د بریدونو د قربانیانو کورنۍ وایي، دوی پر دې پیسو حق لري. د دوی د دعوې ملاتړي وایي، افغان طالبانو پر خپله خاوره اسامه بن لادن او القاعدې شبکې ته پناه ورکړې وه او له همدې کبله د سپتمبر ۱۱مې د بریدونو د قربانیانو کورنیو باید د افغانستان د شتمنۍ یوه برخه د غرامت په توګه ترلاسه کړي.

خو پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي یکشنبه کابل کې خبري غونډې ته وویل، اسامه بن لاندن بهرنیانو افغانستان ته راوستلی و او افغانان پخپله د القاعدې د ترهګرۍ ښکار دي. نوموړي ټینګار وکړ چې د یو غریب هېواد ملي شتمني بل چا ته ورکول ناسمه پرېکړه ده او افغانانو ته باید د هغه څه سزا ورنکړل شي چې دوی پکې ښکېل نه وو.

نور یی ولوله | آیا د نیوټن پر سر د مڼې راولوېدو او د جاذبې قوې د کشف کېسه رښتیا ده؟

یاده دې وي چې د افغانستان بانک هم، چې د دې شتمنۍ اصلي څښتن دی، د امریکایي ولسمشر دا پرېکړه غندلې ده. همدا راز یو شمېر نړیوالو شنونکو او کارپوهان هم ویلي،‌ د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ بل چا ته ورکول غیر عادلانه ګام دی.‌

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button