ټکنالوجي

د بخښنې نړیوال سازمان: د زرګونو کمرو نصبول د خلکو ازادي ګواښي

د بخښنې نړیوال سازمان کابل کې د هغو زرګونه کمرو د نصب په اړه غبرګون ښوولی چې طالبان یې د لګولو اعلان کړی و

د بخښنې نړیوال سازمان د پنجشنې په ورځ ویلي، چې طالبان د زرګونه نویو امنیتي کمرو په لګولو، پر افغانانو د څارنې او پلټنې یو بشپړ سیسټم جوړوي.

دغه سازمان وایي، چې طالبان ۶۲ زره امنیتي کمرې په کابل او د هېواد نورو سیمو کې لګوي.

خو طالبان دا کمرې د امنیت لپاره مهمې بولي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۸مه اعلان وکړ، چې د کابل ښار د امنیت د ټینګښت په موخه یې د پلازمېنې په ځینو برخو کې امنیتي کمرې لګولې دي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون مرستیال هدایت الله هدایت په اېکس شبکه کې لیکلي، چې د خلکو په همکارۍ یې د کابل ښار په ځینو برخو کې ۶۰ زره امنیتي کمرې لګولې دي.

نور ولولئ: طالبان کابل ښار کې شپېته زره امنیتي کمرې نسبوي

د بخښنې نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې طالبان د امنیت د ټینګښت په پلمه د دغو څارونکو کمرو په لګولو، د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو ازادي له منځه وړي او د خلکو پر شخصي حریم تېری دی.

د بخښنې نړۍوال سازمان مت محمودي ویلي:«د څارنې دغه سیسټم په تدریجي ډول پر خصوصي حریم ښکاره تیری او د خلکو د راټولېدنو او لاریونونو ازادي له منځه وړي.»

ددې سسټم برابرونکی هواوې شرکت دی

ویل کېږي، چې د هواوې چینایي شرکت طالبانو سره د دغه سیسټم په چمتو کولو کې همکاري کوي.

طالبانو ویلي، چې دغه کمرې د جرمونو او ځینو نورو ګواښونو د مخنیوي او مبارزې لپاره اړینې دي.

د ولسي خلکو د ازادۍ ملاتړو په ځلونو خبرداری ورکړی، چې د چین او ایران په څېر غیرډیمواکراټیک حکومتونه له دغو کمرو د خپلو معترضانو د پېژنګلوي او نیونې لپاره کار اخلي.

نور ولولئ: چین څه غواړي؟ هواوې شرکت افغانستان کې د داعش د څار لپاره کمرې نسبوي

په کابل کې د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځایونو او څلور لارو کې د امنیتي کمرو د نصبولو کار په ۲۰۰۸ کال کې پخواني رژیم د ملي امنیت د ریاست له خوا د امریکا د متحده ایالاتو په مالي ملاتړ پیل شوی و، چې په ترڅ کې ددغه ښار په اکثرو څلور لاریو کې شاوخوا ۳۰۰ امنیتي کمرې نصب شوې وې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button