سپورټ

د بدن جوړونې اتل علي بلال له پیټرزبورګ پرو سیالیو ډک لاسونه ستون شو

د افغانستان د بدن جوړونې اتل علي بلال یو ځل بیا په نړیوالو سیالیو کې د پام وړ ځلا وکړه. نوموړي د “پیټرزبورګ پرو ۲۰۲۶” سیالیو کې دویم مقام خپل کړ او د سپینو زرو مډال یې وګاټه.

دغه نړیوالې سیالۍ د بېلابېلو هېوادونو د مخکښو لوبغاړو په ګډون ترسره شوې، چې پکې علي بلال د خپل غوره فزیک، چمتووالي او مسلکي فعالیت له امله د سیالیو د غوره لوبغاړو ترمنځ ځانګړی حضور درلود.

694418199 1093823903815356 2220937929727212807 n

د بدن جوړونې اتل علي بلال یو ځل بیا نړیواله ځلا وکړه

د سیالیو په پای کې د امریکا لوبغاړي “کایرون هولډن” لومړی مقام ترلاسه کړ، خو علي بلال وکولای شول د دویم مقام په خپلولو سره د افغانستان نوم یو ځل بیا په نړیوال ډګر کې روښانه کړي.

د بدن جوړونې اتل علي بلال تر دې وړاندې هم په نړیوالو سیالیو کې د پام وړ بریاوې خپلې کړې دي. نوموړي مخکې د “نیویارک پرو” سیالیو اتلولي هم ګټلې وه، چې د افغان سپورټ مینه‌والو له لوري یې پراخ هرکلی ترلاسه کړی و.

693746072 1093823750482038 916947305520925499 n

علي بلال د افغان بدن جوړونې مخکښ څېره بلل کېږي

علي بلال په وروستیو کلونو کې په ګڼو نړیوالو مسلکي سیالیو کې برخه اخیستې او د خپلو پرله‌پسې ښو پایلو له امله د افغان بدن جوړونې له مخکښو او پېژندل شوو څېرو څخه شمېرل کېږي.

تمه کېږي چې د نوموړي وروستۍ لاسته راوړنه به د افغانستان د بدن جوړونې ورزش ته لا ډېره پاملرنه راجلب کړي.

دا هم ولولئ:  د ګلبدین ارمان پوره شو
701623982 1000306982351681 3972042784069649054 n

لیلا حبيبي

لیلا حبيبي یوه د روغتيا او زده‌کړې خبریاله ده چې د طبي پرمختګونو، د ښوونځیو د اصلاحاتو او د عامه هوساینې د نوښتونو په اړه لیکنې کوي. د هغې کار د ټولنې د روغ ژوند او تعلیمي ودې په ترویج تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button