سیمه ییز خبرونه

د بلاول بوټو په افغانستان کې د عملیاتو ګواښ غبرګونونه راپارولي

د بوټو ګواښ ته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد او د پاکستان پخواني وزیر اعظم عمران غبرګون ښودلی

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني مقاماتو هغو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي، په پاکستان کې په ترهګرۍ کې “افغان اتباع” لاس لري او ګواښ یې کړی چې اسلام اباد کولای شي د افغانستان په خاوره کې عملیات وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وړمه ورځ په اسلام اباد کې یوې غونډې ته د وینا په مهال ګواښ وکړ چې که د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د کیدونکو ترهګریزو بریدونو مخه ونه نیول شي نو پاکستان بیا دا اختیار لري چې په ترهګرو پسې افغانستان ته ننوځي.

پر بلاول بوټو د عمران خان ویډیویي نیوکې

د چهارشنبې په ورځ اګست دوهمه (زمري ۱۱) پخپله یوه ویډيو کې عمران خان د زرداري دا څرګندونې له سیاسي‌ پوهې بهر وبللي او هغه ته یې ور یاده کړه چې افغانستان “خپل تاریخ لري.”

د زرداري څرګندونو ته په غبرګون کې عمران خان ویلي: “څوک که لږ څه پوهه ولري پوهیږي چې ددې سیمې خپل تاریخ دی، د سیمې مطلب پاکستان، افغانستان او قبایلي سیمې. نو هغه به داسې احمقانه څرګندونې ونکړي.”

نور ولولئ: د پاکستان پوځ یو ځل بیا؛ ټي‌ټي‌پي افغانستان کې پټن‌ځایونه لري

د یکشنبې په ورځ د پاکستان په باجوړ ښار کې په یو ځانمرګي برید کې د ۵۴ کسانو له وژل کیدو او ۲۰۰ نورو له زخمي کېدو وروسته د پاکستان صدراعظم شهباز شریف تور پورې کړ چې ‘افغان اتباع’ په پاکستان کې په ځانمرګو بریدونو کې لاس لري.

شهباز شریف طالبان د ټي ټي پي ملاتړي بولي

ښاغلي شریف د باجوړ د ځانمرګي برید له قربانیانو سره د لیدلو پر مهال په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د پاکستان خاورې ته د سخت دریځو د ورتګ د مخنیوي لپاره نور اقدامات هم وکړي.

عمران خان چې د حکومت مخالف ګوند، تحریک انصاف مشر دی، د پاکستان موجوده حکومت تورن کړی چې له افغانستان سره یې د ښو اړیکو ټینګولو فرصت له لاسه ورکړی دی.

د اسلام اباد پر وړاندې د ذبیح الله مجاهد غبرګون

د طالبانو مقاماتو په وار وار ټینګار کړی چې چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه نورو هېوادونو ته خطر پېښ کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني مقاماتو وروستي تورونه بې اساسه بللي دي.

مجاهد په ایکس (ټویټر) کې په خپور کړي یو بیان کې زیاته کړې: “اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي. که کومه اندېښنه وي، د اسلامي امارت له مسؤلینو سره دې مخامخ شریکه شي، نه دا چې په رسنیو کې بې بنسټه ادعاوې وکړي او د خلکو ذهنونه مغشوش کړي. ښکاره ده چې دا ډول ادعاوې د دواړو هېوادونو او خلکو په ګټه نه دي.”

نور ولولئ: پاکستان کې وروستۍ ناامني؛ متقي او دورانی د دواړو هېوادونو سیاسي پیاوړتیا غواړي

عمران خان ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وړاندې د اشرف غني حکومت د هند پلوی او د پاکستان پر ضد و. هغه زیاته کړې چې د طالبانو حکومت د اسلام اباد دپاره مهم فرصت دی ترڅو له کابل سره د خپلو ګټو په اساس غوره اړیکې پرمخ یوسي.

پاکستان کې وروستیو بریدونو اسلام اباد وارخطا کړی او له همدې امله پر طالبانو نیوکې کوي چې وسله وال له افغانستانه راځي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button