نړیوال خبرونه

د بنګله دیش سندرغلړي سره کوم عجیبه کار شوی دی؟

پولیسو لوبغاړی او سندرغاړی نیولی دی

په بنګله دېش کې پولیسو هغه اداکار او سندرغاړی نیولی دی، چې په ډېر بېخونده او بې سُره غږ کې به یې سندرې ویلې او بیا یې په دې ژمنه پرېښی دی، چې نور به په خپل غږ کې پخوانۍ کلاسیکې سندرې نه وايي.

د بنګله دېشي رسنیو د راپورونو په وېنا، دغه اداکار او سندرغاړی هیرو عالم نومېږي، چې په فېسبوکپاڼه کې ۲ میلیونه فالورز او په یوټیوب کې یو نیم میلیون سبسکرایبرز لري. په راپور کې راغلي دي، چې هیرو عالم د (اې ایف پي) رسنۍ سره په خپله مرکه کې وویل، چې پولیسو هغه زورولی دی او ورته یې ویلي دي، چې کلاسیکي سندرې به نورې نه وايي

نور یی ولوله | د مجیب ځدران د ویزې ستوزه خل شوه

نور یی ولوله | عربی امارتو لس افغان بندیا راخوشې کړل

پولیسو زما لاسلیک په کاغذ واخیست

هغه زیاتوي، پولیسو ماته وویل، چې ستا غږ ډېر بېخونده او بې سُره دی، همدا راز پولیسو رانه په یو کاغذ لاسلیک هم واخیست، چې زما له خوا یې پکې د سندرو په ویلو بخښنه غوښتل لیکلي و. د هیرو عالم په وینا، پولیسو سهار ۶ بجې نیولی و او تر ۸ ساعته پورې یې په تاڼه (حوزه) کې ساتلی و، پولیسو راته وویل، چې د رابندرنات ټیګور او نذرالاسلام کلامونه ولې وايې.

د ډهاکې پولیسو مشر هارون الرشید بیا رسنیو ته تویلي دي، چې د هیرو عالم په اړه ورته ډېر شکایتونه شوي و، چې د کلاسیکي سندرو په خرابولو پسې یې راخیستې ده، هغه موږ سره ژمنه وکړه چې بیا به دا سندرې نه وايي.

د یادولو وړ ده، چې هیرو عالم د بنګله دېش یو ځوان و، چې په ټولنیزو رسنیو کې به یې ویډیوګانې جوړولې او خپرولې، چې ډېر مشهور شو، وروسته یې په فلمونو کې هم کار وکړ او په خپله یې د سندرو په ویلو هم پیل وکړ

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button