د بې پولې ډاکټرانو سازمان غبرګون؛ په هرات کې د ښځینه کارکوونکې نیول وغندل شول

د بې پولې ډاکټرانو سازمان غبرګون؛د بېپولې ډاکټرانو نړیوال سازمان (MSF) په هرات ولایت کې د خپلې یوې ښځینه کارکوونکې د نیولو په اړه غبرګون ښودلی او دا یې د ښځو پر ازادیو او روغتیايي خدمتونو د محدودیتونو د پراخې ستونزې یوه برخه بللې ده.
د د بې پولې ډاکټرانو سازمان غبرګون وروسته له هغې خپور شو چې د یاد سازمان یوې ښځینه کارکوونکې د جون په شپږمه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د استازو له لوري ونیول شوه. نوموړې د هرات په سیمهییز روغتون کې د ماشومانو په څانګه کې دنده ترسره کوله. د بې پولې ډاکټرانو سازمان غبرګون
د MSF په وینا، دغه کارکوونکې د خپل مېړه په ملتیا روغتون ته روانه وه، خو د ښځو لپاره د ټاکل شوي لباس د نه مراعتولو په تور ونیول شوه. نوموړې دوه ورځې په توقیف کې وساتل شوه او د جون په اتمه تر هغه وروسته خوشې شوه چې هغې، د هغې مېړه او د کورنۍ ځینو غړو په لیکلې بڼه ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به ټاکل شوی لباس مراعتوي. د بې پولې ډاکټرانو سازمان غبرګون

د هرات والي د نیولو راپورونه رد کړل
په داسې حال کې چې د بې پولې ډاکټرانو سازمان د خپلې کارکوونکې د نیولو خبر تایید کړی، د هرات والي نوراحمد اسلامجار ویلي چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه او ادعاوې ناسمې دي. د بې پولې ډاکټرانو سازمان غبرګون
اسلامجار ویلي: «هغه انځورونه چې خپاره شوي، جعلي دي او د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړ شوي دي. زموږ هېڅ لور او خور په زندان کې نه ده بندي.»
خو د بې پولې ډاکټرانو سازمان غبرګون ښيي چې د روغتیايي سکتور یوه کارکوونکې په رښتیا نیول شوې او څو ورځې یې په توقیف کې تېرې کړې دي.
د ښځو پر ازادیو د محدودیتونو په اړه اندېښنې
MSF ویلي چې دا پېښه یوازې یو جلا مورد نه دی، بلکې د هغو محدودیتونو دوام دی چې په وروستیو کلونو کې پر افغان ښځو لګېدلي دي. د سازمان په باور، دا محدودیتونه د ښځو پر تګ راتګ، کار او روغتیايي خدمتونو مستقیم اغېز لري.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم د هرات د وروستیو پېښو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دې ادارې ویلي چې د جامو د ډول له امله د ښځو نیول کېدل نه یوازې پر هغوی، بلکې پر کورنیو او ټولنیز ژوند یې هم منفي اغېزې پرېباسي.
د یادې ادارې په وینا، په افغانستان کې د یوې ښځې نیول کېدل له ټولنیز بدنامۍ سره تړاو لري او حتی له خوشې کېدو وروسته هم د تاوتریخوالي او ټولنیز انزوا خطر ورسره مل وي.
روغتیايي خدمتونه له ستونزو سره مخ کېږي
د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي چې ښځینه روغتیايي کارکوونکې د افغانستان د روغتیايي نظام مهمه برخه جوړوي. د سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د MSF شاوخوا ۴۵ سلنه نرسانې ښځې دي، او د میندو او ماشومانو د روغتیا اړوندو پروګرامونو کې هم تر نیمايي زیات کارکوونکي ښځې دي.

سازمان خبرداری ورکړی چې پر ښځو لګېدلي محدودیتونه نه یوازې د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کول ستونزمنوي، بلکې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو فعالیتونه هم اغېزمنوي.
MSF زیاته کړې چې په تېرو ورځو کې یې په هرات کې د ښځو د نیولو نور راپورونه هم ترلاسه کړي او ټینګار یې کړی چې ښځو ته د روغتیايي او ټولنیزو خدمتونو د لاسرسي لپاره باید خوندي او مناسب شرایط برابر شي.


