ژوند او ټولنه

د تعصب او تبعیض پر وړاندې د انسانانو مبارزې او بریاوې

په هره ټولنه کې د تعصب او تبعیض رېښې غځېدلې، خو ددې پدیدې پر وړاندې سختې مبارزې شوې

لومړی ځل اسلام د انسانانو د مساوي حیثیت اعلان وکړ چې ټول له یوه مور و پلار څخه پیدا شوي او په قبیلو او شعبو یې ویش د پیژندو لپاره دی. د مکې تر فتح وروسته د رسول الله په امر حضرت بلال چې یو ازاد شوی تورپوستی غلام وو، د تر ټولو مهمو اصحابو پر اوږو د کعبې خونې ته وخیژول شو، چې له هغه ځایه اذان وکړي. دې سمبولیک اقدام دعربي جهالت او قبیلوي عصبیت ټول غرور مات کړ. په حجة الوداع کې رسول الله کې بیا په ښکاره اعلان وکړ چې سپین په تور او تور په سپین، عرب په عجم او عجم په عرب برتري نه لري، برتري یوازې په تقوی کې ده. متاسفانه تر رسول الله او راشده خلفاوو وروسته مسلمانانو دغه پرمختیایي بهیر لا تقویه نه کړای شو او وروسته عربو واکمنو د نورو ملتونو مسلمانانو ته مساوي حیثیت نه ورکاوه، موالیان او نور نومونه یې ورته کارول او زیاتره یې ورته تر عربو په کم او شکمن نظر کتل.

نور ولولئ: ټولنه کې له ښځو سره تاوتریخوالی

په شلمه پیړۍ کې د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه د بشریت یو تر ټولو ستر پرمختګ وو، چې ټول انسانان یې د مساوي کرامت او مساوي او عادلانه حقوقو خاوندان وګڼل.

هغه ټولنې چې د تبعیض پر وړاندې یې مبارزه کړې

دغه حالت د رسیدو لپاره نورو مهمو مبارزو هم خپل مهمه برخه لرلې ده: د نژادي تبیعض پر خلاف د مارتین لوترکینګ نهضت، د اپارتاید ضد نهضت، د ښځو د زوریدو د مخنیوی نهضت، د هیوادونو په قوانینو کې اصلاحاتو، د مدني ټولنو، دولتونو، ملګرو ملتونو او نورو ادارو هڅو ټولو د تعصب او تبعیض په کمولو کې برخه لرلې ده.

په لویدیځو هیوادونو کې دغه پرمختګ زیات او په نوره نړۍ کې کم دی، خو لا هم پکې پټ تعصب او نه حسېدونکی تبعیض شته، چې پر ضد یې سیستماتیک کار کېږي.

نور ولولئ: پر ټولنه د سوشل میډیا اغېزې

البته قومي او ملي برتري غوښتنه لا تر اوسه د ټولو هېوادونو په سیاستونو او د ولسونو په منځ کې تر ډېره حده شته، ځکه اوس زیادترین هیوادونه د ملت – دولتونو له خوا رهبري کېږي، چې هر یو خپل ملي حاکمیت، ملي ویاړونه او ملي هویت تقویه کوي چې کله کله د نورو ملتونو پر خلاف د کرکې او حتی تشدد او جګړو سبب کېږي

د څو کسانو د مبارزې کیسه

امریکايي تورپوستي موسیقار ډیریل ډیویس د یو داسې ګروپ سره دوامدار کار وکړ چې تعصبي افکار او تبعیضي چلند یې کاوه. د ده کار په پای کې نتیجه ورکړه او دغه ګروپ یې له خپل منفي کاره راوګرځاوه. دې هڅو ثبوت کړه چې په ټولنیزو سمونونو کې پوهاوی، ازاد بحث او اړیکي څومره اغیزناکې دي.

سپین پوستی لوړتیاغوښتونکی ارنو میشلیس د سپین پوستو د لوړتیا یو مشهور فعال وو او په نژادپالونکو کړنو کې تل بوخت وو، خو له یو سکهـ سره تر ملګرتوب وروسته له خپل نظره راوګرځید او اوس د تعصب او تبعیض ضد یو تکړه فعال دی.

منیره خلیف چې یوه سومالیایي ـ امریکایي ده د زده کړې په لار کې د کلتوري او ټولنیزو خنډونو په لیرې کولو کې یوه بېلګه او د ملګرو ملتونو د ځوانانو استازې شوه. هغې تبعیض، سټریوټایپ او تبعیض چلنج کړل او بریاوې یې تر لاسه کړې.

دغسې کسان ډیر زیات دي. هر فرد او ډله کولی شي چې لومړی خپل فکر بدل کړي، بیا عزم وکړي، بیا منظم شي، پلان جوړ کړي او په خپله ساحه کې د وس او امکاناتو په اندازه مثبته برخه واخلي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button