ژوند

ټولنه کې له ښځو سره تاوتریخوالی

زموږ په ټولنه کې د دې تاوتریخوالي کوم عوامل دي او په اړه یې د نر مسؤلیتونه څه دي؟

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په دوه ډوله دی: یو یې د ښځو لخوا پر ښځو تاوتریخوالی او بل یې د نر لخوا پر ښځو تاوتریخوالی دی. د ښځو لخوا پر ښځو تاوتریخوالی د خواښې او انګور، اېندرور او ورېندارې، یور او یور، مور او لور… په بڼه کېدلی شي او د نر لخوا پر ښځو تاوتریخوالی د خاوند او ښځې، خسر او انګور، لېور او ورېندارې، پلار او لور، ورور او خور… په اړیکو کې کېدلی شي.

په ټولنه کې د ناپوهۍ عامېدل

په ټولنه کې د جنګ او جنجال د رامنځته کېدو اصلي عامل ناپوهي ده. په کومو ټولنه کې چې پوهه ډېره وي، نو هلته اختلافونه او ستونزې په خبرو حلېږي، خلک یو بل ته غوږ نیسي او قناعت سره کوي. خو زموږ په ټولنه کې چې د پوهې کمی دی، کوچني اختلافونه او ستونزې په جنګونه او مرګونو بدلېږي.

نور ولولئ: ګوتریش: په افغانستان کې ښځې له عمومي ژوند څخه محرومې شوې دي

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د نجلۍ له زېږېدو سره سم پیلېږي. دلیل دادی، چې د نجلۍ په پیدایښت نه اتڼونه کېږي، نه په کې زیري ورکول کېږي، نه په کې د دوستانو مبارکۍ او خوشالۍ وي… ښه خیر، په دې وخت کې خو نجلۍ د خلکو وریه نشي محسوسولی چې په روان به یې تاثیر واچوي. خو کله چې ماشوم مور او پلار وپېژني، نو هر سلوک او رفتار یې ذهن اغېزمنولی شي.

په کورنیو کې د زوی او لور تر منځ توپیري چلند

په کوچني‌والي کې د زوی او لور ترمنځ ښکاره توپیر کېږي، هغه مینه چې یو کوچني ته اړینه وي، نجلۍ ته نه ورکول کېږي، لور احساسوي چې زه خو په دې کور کې یو ایضافه شی یم، د قدر او احترام وړ نه یم. روان پوهنه وايي چې په کومه اندازه چې ماشومانو ته مینه او قدرداني ورکړو، نوپه لویوالي کې په همهغه اندازه نورو ته مینه او قدرداني ورکوي. که د کورنۍ لخوا په ماشومتوب کې نجلۍ ته قدر او مینه ورنکړل شي، نو څنګه به د خسر په کور کې له افرادو سره مینناک چلن وکړي؟ که یې مینناک چلن کړای وای، نو طبعي ده چې تاوتریخوالی راکمېدای  شوای.

له کورني چاپیریال ورهاخوا زموږ ګڼې تجربې په ټولنیز محیط پورې اړوندېږي، خو په ټولنیز محیط کې زموږ د نجونو برخه په مالګه کې د اړو په څېر ده. نه یې له چا سره خبرې کړې، نه یې یو چا ته غوږ نیولی، نه چېرته تللې ده، نه یې څه لیدلي دي… نو په داسې حالت کې به د دې نجلۍ ذهن څنګه رشد وکړي؟

که موږ غواړو چې خور او لور مو په بل کور کې له تاوتریخوالي لرې، په مینه او صمیمانه فضا کې ژوند وکړي، چې نه نورو ښځو ته سردرد وي او نه خپله له ژونده بې زاره؛ نو د خپلې خور او لور د ذهني رشد پر وړاندې هر درېدونکی خنډ‌ باید له منځه یوسو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button