لوبې خبرونه

د حامد شینواري لخوا لیکلې شوې بیانیې داسټرالیا کرکټ باندې فشار راړی

د اجرائيه رئيس د پرون ورځې بيانيې او د اسټراليا کرکټ ادارې او نورو نړيوالو بوردونو په نوم ليکلي ليک په نړيوالو مشهورو رسنيو کې پراخه غبرګونونو راپارولي او د اسټراليا کرکټ بورډ يې تر سخت فشار لاندې نيولی.

اجرائيه رئيس په دغه ليک کې په نړيوالو کرکټ بورډونو او اسټراليا کرکټ بورډ غږ کړی چې زمونږ ديني او دوديزې ټولنې ته پام وکړئ او دا چې هره ټولنه ځانته دودونه کلتورونه لري او افغانان د خپلو ديني او کلتوري ارزښتونو په نظر کې نيولو سره مخ ته روان دي.

نو نړيوالو ته نه ده په کار چې مونږ ته خپلو ديني ارزښتونو په نظر کې نيولو له امله سزا راکړي. د اجرائيه رئيس دغه هر اړخيز ليک په اوسنيو حساسو شرايطو کې خورا مؤثر او هوښيار اقدام وو. اسټراليا کرکټ بورډ له دغه ليک وروسته په خپله احتمالي پرېکړه له سره کتنه کوي

20210912 085741

او ډېر امکان شته چې د اسټراليا او افغانستان ټېسټ سيالۍ وشي. که اسټراليا کرکټ بورډ خپله احتمالي پرېکړه بېرته واخلي نو دا د افغان کرکټ لپاره خورا ښه زېری دی ( ځکه دا فيصله يوازې يوه ټېسټ لوبه نه بلکې د افغان کرکټ د تباهۍ يا کاميابۍ لويې کيسې تر شا لري) دا فيصله به د دنيا نورو کرکټ بورډونو ته هم ښه پېغام وي.

نور کرکټ بورډونه به ددې په ځای چې افغان کرکټ تخريب او اړيکې راسره پرې کړي, استراليا نه په تقليد به افغان کرکټ بورډ سره خپلې همکارۍ ډېرې او د افغانستان کرکټ بورډ سره به د اړيکو نوی باب پرانېزي
ان شاءالله.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button