ژوند او ټولنه

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان لرې پرتې سیمو ته د هوایي مرستو د احتمالي بندیدو خبر ورکړی

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبر ورکړی چې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د خپلو الوتنو له لارې د مرستو رسولو امکان کم شوی دی.

دې ادارې د اپریل ۲۷مه پر ایکس شبکه لیکلي چې دوی د خپلو الوتکو د کارولو لپاره کافي بودجه نه لري، او د ۲۰۲۵ کال لپاره د دې بشري الوتنو د دوام لپاره شاوخوا ۱۰ میلیونه ډالرو عاجلې بودجې ته اړتیا لري.

تیره اونۍ د د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ چې د هغو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره چې بیرته خپل هیواد ته ستنیږي، تر ۲۰۲۵ کال پورې د ۲۵ میلیونه ډالرو عاجلو مرستو ته اړتیا ده.

دا اداره د امریکا له لوري د بشري مرستو د تعلیق وروسته د بودجې له کمښت څخه شکایت کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې یو شمېر د بیړنیو خوراکي مرستو پروګرامونه یې د دې لپاره ځنډولي چې دا مرستې د طالبانو په ګټه کارول کیږي.

د دې وزارت ویاندې، تمی بروس، د اپریل ۸مه په یوه مطبوعاتي غونډه کې وویل: “د د خوړو نړیوال پروګرام خپلې مالي مرستې د یمن او افغانستان لپاره د اندېښنو له امله بندې کړې، ځکه چې شک شته چې دا پیسې د حوثي یاغیانو او طالبانو په ګټه کارول کیږي.”

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button