مادهوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د تلویزیون کوربنه کېږي

د بالیووډ مشهوره اداکاره مادهوري ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل بیا د یوې تلویزیوني خپرونې د کوربهتوب لپاره سکرین ته ستنېږي.
مادهوري ډکشیت د مشهورې پوښتنو او ځوابونو خپرونې «کون بنې ګا کروړپتي» د نوي فصل د کوربنې په توګه ټاکل شوې ده.
۵۹ کلنې مادهوري ویلي چې د دې خپرونې له ټیم سره یوځای کېدو ته ډېره خوشحاله ده. د هغې په وینا، دا خپرونه یوازې د پوښتنو او ځوابونو سیالي نه ده، بلکې د خلکو د هیلو، خوبونو، تجسس او د خپلو موخو د ترلاسه کولو د هڅو کیسې هم له لیدونکو سره شریکوي.
مادهوري ډکشیت د نوي رول په اړه څه وایي؟
مادهوري ډکشیت ویلي چې د خپرونې له ګډونوالو سره لیدل، د هغوی د ژوند کیسې اورېدل او پر سټېج د هغوی د خوبونو د پوره کېدو شاهدېدل به ورته ځانګړې تجربه وي.
نوموړې چې ځان یوه ویاړلې مهاراشټرۍ بولي، وايي د بېلابېلو ګډونوالو کیسې او له هغوی سره خبرې به د خپرونې یوه مهمه برخه وي.
مادهوري ډکشیت مخکې هم تلویزیون کې کوربنه وه
مادهوري ډکشیت په ۲۰۰۲ کال کې د سوني انټرټینمنټ ټلوېزیون د «کهین نه کهین کوئی هې» خپرونه وړاندې کړې وه. له هغې وروسته یې په بېلابېلو نڅا سیالیو کې د قاضي او لارښود په توګه هم د تلویزیون له نړۍ سره اړیکه ساتلې ده.
هغې د «جَلک دکلا جا» او «ډانس دیوانې» په څېر مشهورو خپرونو کې هم دنده ترسره کړې ده.
«کون بنې ګا کروړپتي» ته نوې کوربنه
«کون بنې ګا کروړپتي» په هند کې د یوې نړیوالې تلویزیوني بڼې پر بنسټ جوړه شوې مشهوره پوښتنیزه خپرونه ده. امیتاب بچن له ۲۰۰۰ کال راهیسې د دې خپرونې د ډېرو فصلونو کوربه پاتې شوی، خو په درېیم فصل کې شاه رخ خان د هغه پر ځای کوربه و.
مادهوري ډکشیت به د دې خپرونې د هندي نسخې دوهمه ښځینه کوربنه وي. تر هغې وړاندې د تامیل ژبې نسخه رادیکا سرت کومار وړاندې کړې وه.



