ژوند او ټولنهستاسې اند او نظر

د زلزلې پر مهال د ځان خوندي کولو لارې چارې

موږ باید دا زده کړو چې د زلزلې پر مهال څه ډول خپل ځانونه خوندي کړو

که چېرته تاسو په لومړیو کې د زلزلې ټکانونه حس کړی، نو لومړی باید په دې فکر کې شی چې څه ډول ځانونه خوندي او له هغو درنو شیانو لرې وساتو چې پر تاسو یې د رالوېدو او ضرر رسولو امکان وي. که تاسو چېرته دا هنر زده کړی او د خپل ځان د خوندي کولو هڅې وکړی نو له درنو زیانونو او ژوبلېدو به خوندي یاست، خو که د ځان ژغورلو ته په پام نه وي، نو کېدای شي چې په ډېرې چټکۍ سره صدمه ووینی.

نور ولولئ: په ترکیه کې ویجاړونکې زلزله

په ودانۍ یا کور کې ډېر داسې شیان وي چې زموږ په ژوند کې په کار راځي، خو د خطر پر مهال بیا هم څيزونه کېدای شي چې تاسو زیانمن کړي. مثلا که تاسو په کور کې ګاز روښانه وي او برېښنا هم موجوده وي، نو د زلزلې پر مهال ګاز خاموش او برښنا پرې کړی، ځکه کېدای شي تاسو د زلزلې پر مهال د برښنا د شارټۍ او د ګاز د اور لګېدو له امله زیان ووینی.

د زلزلې پر مهال تاسو باید نور څه وکړی؟

کله چې زلزله پېښېږي، نو تاسو کولی شی چې له کړکیو، شیشو، دروازو او نورو درنو شیانو څخه ځانونه خوندي کړی. پر همدې حال تاسو کولی شي چې د ځان خوندي کولو لپاره خپل سر او مخ خوندي کړی. مثلا تاسو کولی شی چې تر پالنګ، مېز، چوکۍ او کوچ لاندې ځانونه پټ کاندی. همدارنګه له ودانۍ د تېښتې پر مهال د ماتو شوو شیشو او نورو ضرر رسوونکو ټوټو سره پام وکړی تر څو تاسې ته زیان ونه رسوي.

نور ولولئ: هرات کې زلزلې ناورین؛ له ۲۰۰۰ زیات کسان وژل شوي

پر دې سربېره د زلزلې پر مهال تاسو کولی شی چې د کوټې دروازه خلاصه او د دورازې پر سر تر بیم لاندې ودرېږی ځکه که چت لوېږي، نو تاسو به له دروازې، چت او دیوالونو خوندي یاست.

که تیاره وي او یا پر لار ډیوري کوی، بیا؟

که چېرته تاسو په شپه کې د زلزلې ټکانونه حس کړی، نو هڅه وکړی چې اورلګیت یا سګریټ لیتر روښانه نه کړی، ځکه کېدای شي ګاز لیک او ودانۍ کې خور وي، چې دا خپله د اور او چاودنې سبب کېږي او بل لور ته که چېرې تاسو په لار کې موټر چلوی او روان یاست، نو د زلزلې د ټکانونو پر مهال سم له لاسه ودرېږی او له موټر ښکته شی.

دې ته ورته نورې لارې چارې هم شته چې تاسو ژغورلی شي، خو که تاسو دا عملي کړی، هم کولی شي چې ځانونه خوندي کړی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button