ژوند

د شپې له وېده کېدو وړاندې ولامبئ او له لاندې ستونزو ځان وژغورئ

هر انسان په ورځ کې لږ تر لږه یو ځل ضرور لامبي، هغه که سهار وي یا ماښام بس خپل عادت پوره کوي. لامبل د روغتیا لپاره ډېر اړین وي ځکه چې په دې سره یې بدن له خولې او میکروبونو څخه پاکېږي.

خو آیا پوهېدئ چې د شپې له وېده کېدو وړاندې د خوب کولو عادت تر ډېره حده ګټور تمامېږي، نن ورځ مو په همدې موخه دغه لېکنه برابره کړئ، چې له مخې به یې په دې پوه شئ چې له خوب وړاندې لامبل له څلورو ستونزو څخه خونديتوب رامنځته کوي.

لومړی: که چېرته تاسې د خوب ستونزې لرئ او تر ډېره پورې خوب نه درځي نو له خوب وړاندې د لامبلو عادت خپل کړئ. کله چې د شپې پرمهال په نیم ګرمو اوبو ولامبو نو بدن مو ژر ګرمېږي او د آرامه خوب لامل کېږي.

دویم: که چېرته د عضلو له درد سره مخ یئ نو له خوب وړاندې د لامبلو عادت خپل کړئ، ځکه په دې سره د وینې جریان ښه والی مومي او درد یې کموي. دریم: که چېرته مو ډېر خوراک کړی وي نو له خوب وړاندې په نیم ګرمو اوبو ولامبئ نو اضافي کالوري به مو وسوځېږي.

نور یی ولوله | د کابل پوهنتون استاد ‘فیض الله جلال د طالبانو له بنده خوشي شوی

څلورم: ډېر وخت به مو لېدلي وي یابه مو تجربه کړي وي چې له کاره ستړي راشئ نو وړاندې له دې چې مخ ووینځئ وېده کېږئ، چې بیا مو پوستکی خرابېږي، خو که چېرته د شپې له وېده کېدو وړاندې د لامبلو عادت خپل کړو نو له دې ستونزو سره به نه مخ کېږو

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button