سیمه ییز خبرونه

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا؛ پاکستان د ملایانو بله ډله کابل ته استولي

د طالبانو او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکېچ په اوج کې دی، خو طالبانو بیا وايي چې افغان خاوره د پاکستان پرضد نه کارېږي

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر حامد الحق او د ملایانو مل پلاوي یې کابل ته سفر کړی تر څو له افغان طالبانو سره په پاکستان کې د وروستي امنیتي وضعیت په اړه بحثونه وکړي.

خو د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر له پاکستاني ملایانو سره په لیدنه کې دوی ته ډاډ ورکړی، چې طالبان به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې «د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ وکړي.»

له دې وړاندې د جمیعت علمای پاکستان مشر مولانا فضل الرحمان هم کابل ته سفر کړی و چې نږدې په یوه ورځ کې یې د طالبانو له ټولې کابینې سره وکتل او بیا یې په کندهار کې د طالبانو له امیر ملا هیبت الله اخوند سره هم ملاقات کړی و.

islam abad and kabul
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا؛ پاکستان د ملایانو بله ډله کابل ته استولي

طالبان له پاکستان سره د ښو اړیکو هڅه کوي

طالبان له پاکستان سره د ښو اړیکو هڅه کوي، خو په پاکستان کې د ټي ټي پي وروستي بریدونو او هلته روانې ناامنۍ اسلام اباد پر طالبانو شکمن کړی او باور ورباندې نه کوي.

راغلو ملایانو ته د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال دا هم ویلي، چې طالبان له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

نور ولولئ: متقي: له پاکستان سره ښې اړیکې غواړو

نور ولولئ: د پنجاب روزل شوي طالبان به بادار ته زیان ورسوي؟

نور ولولئ: ذبیح الله مجاهد وايي چې د امارت پر ضد د تبلیغاتو مخنیوي لپاره مولانا فضل الرحمان ته دعوت ورکړی

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د سه شنبې په ورځ (د کب په ۸ مه) خبر ورکړ، چې د جمعیت علمای اسلام مشر له مولوي کبیر سره په کتنه کې وویل: «د پاکستان علما او خلک د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې غواړي.

islam abad and kabul2
پاکستان کې ناامنۍ

دواړو خواوو د سیاسي اړیکو په ښه کولو ټینګار کړی

د دغې رسنۍ د راپور له مخې، دغه پاکستاني عالم هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو تر څنګ به سیاسي اړیکې هم په داسې ډول پراخې شي چې د دواړو لورو په ګټه وي.

ویل کيږي، چې د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر مولانا حامد الحق، د حقانيه دارالعلوم له مرستیال او د دغه ګوند له یو شمېر نورو غړو سره پرون کابل ته تللی دی.

په پاکستان کې د ناامنیو له زیاتیدو سره دغه هیواد طالباان په وار وار پاکستاني طالبانو ته په پناه ورکولو تورن کړی دی، خو طالبانو بیا د اسلام اباد دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې داد پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button