د طالبانو خارجه وزارت سرپرست متقی اسلام اباد ته سفر کوی
اسلام اباد –
د طالبانو خارجه وزارت سرپرست په مشرتابه لوړ پوړی پلاوی پاکستان ته ځي د طالبانو خارجه وزارت ویلی چی د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ به یو لوړ پوړی پلاوی سبا چهارشنبه د پاکستان مرکز اسلام اباد ته سفر کوی.
د طالبانو خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټویټر کی لیکلی چی پلاوی کې به د طالبانو د حکومت مالیې او صنعت وزارتونو سرپرستان هم شامل وي. نوموړی بلخي پیغام کې ویلی چی د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، ټرانزیټ، کډوالي او د دواړو هېوادونو تر منځ د وګړو تګ راتګ لپاره اسانتیاوې چمتوالی د دې سفر موخه ده. په اګست میاشت کې پر افغانستان کې د طالبانو له واک وروسته پاکستان ته د طالبانو یوه لوړپوړي پلاوی لومړی سفر دی. د طالبانو خارجه وزارت سرپرست داسې حال کی پاکستان ته سفر کوي.
دا هم ولولئ | د کرېکټ نړیوال جام: انګلستان او استرالیا نیمه پایلوبې ته ورسېدل
چې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو نوي خاص استازي ټام وېسټ بروکسل ته د یوه سفر پر مهال ویلي طالبانو له نړيوالې ټولنې سره د اړيکو عادي کولو په اړه خپله غوښتنه ښکاره کړې چې د همکاریو لړۍ بيا پيل شي کابل ته د نړيوالې ټولنې ديپلوماتيک ماموريتونه بېرته راستانه او بنديزونه لری کړای شي. نوموړی وېست و يلي چی امريکا نشي کولاى چې له دغو چارو ان يوه هم په يواځی تر سره کړي. له نژدې درې اونۍ وړاندی د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د
حکومت لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند په ګډون د دې ډلې د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره لیدنه کړی طالبان داسې مهال کې د سیمې له هېوادونو سره د یپلوماتیکو اړیکو چارې لټوي چې د افغانستان کې د بشري ناورین وېره ښکاریږی او دا وروستیو کې د خوړو نړیوال سازمان مسوولینو ویلي، ۹۵ سلنه افغانان کافي
خواړه نه لري. تردی مهال یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په بهرنیو بانکونو او مالي ادارو کې د افغانستان میلیاردونه ډالر کنګل شوي.