ځاییکورني خبرونه

د طالبانو د امنیت ادعا؛ تېر ماښام کابل کې یوه ورزشي کلب کې چاودنه وشوه

طالبان ملت ته د ښه امنیت راوستو ډنډورې غږوي، خو لا هم افغانان د چاودنو قرباني دي

تېر ماښام د کابل په دشت برچي سیمه کې په یوه ورزشي کلب کې چاودنه شوې چې ۸ کسان په کې وژل شوي او تر ۳۰ زیات ټپیان دي.

د ځینو راپورونو له مخې، نن ماښام د اکتوبر ۲۶ (لړم ۴مه) د کابل ښار د دشت برچي د ‘پل خشک’ په سیمه کې یوه چادونه رامنځته شوه.

نور ولولئ: داعش وايي، د بغلان جومات کې ځانمرګی برید دوی کړی

د عیني شاهدانو په وینا،‌ چادونه په یو ورزشي کلب کې دننه پداسې حال کې شوې، چې لسګونه ځوانان په دغه کلب کې په تمرینونو بوخت وو.

طالبانو د دې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو په دشت برچي کې د عالمي روغتون سرچينې، دغه روغتون ته د دوو مړو او لسو ټپيانو د لېږد پخلی کړیدى.

ددې پېښې په اړه طالب ویاندویان چوپ دي

همداراز ددغې چاودنې څرنګوالى معلوم نه دی او د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ په ګډون د طالبانو سيمه ييزو مقاماتو ددغې پيښې په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

بلخوا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارونکو د پېښې له سیمې داسې انځورونه او ویډیوګانې خپاره کړي، چې پکې د یوې ودانۍ په دویم پوړ کې د چاودنې او اور لګېدل ښکاره کېږي.

نور ولولئ:  مجاهد: په افغانستان کې د داعش بریدونو یو نیم سلنه امنیت ګواښلی

دشت برچي چې د کابل ښار په لوېديځ کې شیعه ګڼ مېشته سيمه ده، په تېرو دوو کلونو کې پکې یو شمېر چاودنې او ځانمرګي بريدونه شوي دي.

د داعش ډلې بریدونه

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنید وروسته، طالب چارواکو تل د ټولیز امنیت د ټینګښت خبره کړې ده، خو په څه باندې دوو کلونو کې د افغانستان بېلابېل ولایتونه د وژونکو بریدونو شاهدان دي.

تر اوسه په دشت برچي کې د نننۍ چاودنې مسولیت کوم کس او یا ډلې ندی منلی، خو د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د شیعه ګانو په تېره بیا د هزاره توکمو پر وړاندې د خونړیو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.

دغه ډله له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د شیعه ګانو په تېره بیا د هزاره توکمو پر وړاندې د خونړیو بریدونو مسووله ده. همداراز، دغې ډلې پر سني مسلمانانو هم مرګونې بریدونه کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button