هنر او ادب

د طالبانو په راتګ د چاپ صنعت سقوط؛ طالبان وايي له اقتصادي ستونزو سره مخ لیکوالانو ته اثار چاپوو

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسئولان وايي دوی د کتاب چاپولو برخه کې د غریبو لیکوالو لاسنیوی کوي

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په بیا واک ته رسېدو افغانستان کې د چاپ صنعت سقوط شو او د کتاب پلورنې بازار ډېر رالوېدلی دی او خلک د پخوا په څېر له زده کړو او کتاب لوستنې سره د پخوا په څېر علاقه نه لري او له همدې امله ګڼې چاپ‌خونې او کتاب‌پلورنځي تړل شوي دي.

نور ولولئ: د اپريل مياشتې په ۲۳ مه نېټه به میئنانو یو بل ته کتابونه ډالۍ کول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، هغه لیکوالان چې اقتصادي ستونزې لري، کتابونه او نور ناچاپ شوي اثار به یې په وړیا توګه چاپ کړي.

طالبان څه ډول د لیکوالانو لاسنیوی کوي؟

طالبان یوازې د چاپ په برخه کې د بې وزله لیکوالانو لاسنیوی کوي، خو په اصل کې دا معلومه نه ده چې پر کتابونو د دوی محدودیت تر کومې اندازې دی.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن یکشنبه د تلې دویمه د کابل طبي علومو پوهنتون کې د کتابونو د یوه نندارتون په پرانست‌غونډه کې کړې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین حیات‌الله مهاجر فراهي دې پرانېست‌غونډې ته ویلي، لیکوالان چې اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، کتابونه به یې وړیا چاپ کړي.

نور ولولئ: کابل کې د کتابونو ستر نندارتون پرانېسته

هغه وویل: «موږ د هغو لیکوالانو کتابونه په وړیا توګه چاپوو چې اقتصادي ستونزې لري او همداراز له استادانو او ښوونکو غواړو چې د دولتي رسنیو د منځ‌پانګې د غني کولو لپاره دې خپل مطالب راواستوي.»

په جوړ شوي نندارتون کې بېلابېل کتابونه وو

د کابل د طبي علونو پوهنتون (ابوعلي ابن سینا) مسوولان وايي چې دې درې ورځنۍ نندارتون کې یې د طبي، سیاسي، ټولنیز علومو او عمومي معلوماتو بېلابېل ډوله کتابونه نندارې ته کېښودل شوي دي.

د یاد پوهنتون سرپرست اسدالله نجات وویل: «موږ باید تل د کتابونو نندارتونونه جوړ کړو او دې نندارتون کې طبي، ټولنیز، تاریخي، ادبي او د عمومي معلوماتو کتابونه نندارې ته کېښودل شوي دي.»

په ورته مهال یاد نندارتون ته ورغلي یو‌شمېر کسان وايي چې کولای شي په ورته نندارتونونو کې په ارزانه بیه کتابونه وپلوري.

د نندارتون یوه ګډونوال احمدولي وویل: «نظر مې دا دی چې دا نندارتونونه اغېزمن دي. دلته کتابونه په ۶۰۰ افغانۍ دي، بازار کې په ۱۱۰۰ او ۱۲۰۰ افغانۍ پلورل کېږي، په نیمه بیه دي.»

د یادونې وړ ده چې د چاپ برخه د پخوا په پرتله څو برابره کمزوري شوې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button