سات تيري

د عدنان سميع خان٤٩مه کليزه

عدنان سمیع خان د هند ينوموتۍ سندرغاړو دى، ، هغه په ١٩٧١ کال کې د اګست په ١٥مه نېټه د پاکستان په لاهور ښار کې تولد شوۍ نوموړۍ چې نن يې ٤٩مه کليزه ده نوموړۍ دا ډېر وخت راهیسې په هند کې ژوند کوي

ویل کیږي چې د هغه پلار ارشد سميع خان د پاکستان په هوايي ځواک کې پيلوټ و، چې بيا وروسته په ١٤ هېوادونو کې د پاکستان سفير هم پاتې شوى و.خو د عدنان سميع نيکونه پخوا له افغانستان څخه هند ته تللي و، د هغه غور نيکه جنرال احمد جان د پاچا عبدالرحمان خان په وخت کې د هغه سلاکار و او همدا راز يو نيکه يې اغا محفوظ جان د غازي امان الله خان په وخت کې د ٤ ولايتونو والي پاتې هم وو نوموړۍ د ښه سیاسي او مشهورې کورنۍ څخه تعلق لري او اوسمهال هغه هم په افغانستان پاکستان او هند کې ډېرمشهور هنرمند دۍ

دنوموړي کورنۍ د بچه سقاو په وخت کې د هغه مهال د برېتانوي هند تر ولکې لاندې د پېښور سيمې ته کډه شوي و.عدنان سميع په برېتانيه کې زده کړې وکړې او وروسته بيا د موسيقۍ نړۍ ته راغى.د عدنان سميع لومړنۍ سندره (رن فور هز لایف )په ١٩٨٦ کال کې خپره شوه، دا انګليسي سندره وه چې د یونیسف لپاره يې ويلې وه او ډېره وایرل یا هم خپره شوه، او د خلکو ډېره خوښه هم شوه،

د سمیع اول البم (The One & Only) خپور شو، چې يوه سندره يې (تيري ياد) په پاکستان کې تر ټولو زياته مشهوره سندره وه .په ١٩٩٤ کال کې هغه په لومړي ځل د فلمونو لپاره موسيقي جوړه کړه . هغه له هغه وروسته شاته ونه کتل او په پرلپسې يې داسې سندرې وويلې، چې په پاکستان او هند کې يو له مشهورو سندرغاړو کې ېې نوم شمېرل کېده،

په ١٩٩٣ کال کې هغه له پاکستانۍ هنرمندې زېبا بختيار سره واده وکړ، چې له هغې څخه د اذان سميع خان په نوم يو زوى هم لري. درې کاله وروسته يې طلاق ورکړ.د ٢٠٠١ کال د مارچ په ١٣مه نېټه عدنان سميع پاکستان پرېښود او هند ته په کډه شو ، چې هلته يې تر هغې پورې په وېزه باندې ژوند کاوه، تر څو چې ورته هند تابعيت نه و ورکړى.په ٢٠١١ کال کې نوموړي د دوبۍ د عرب صباح ګلاداري سره واده وکړ، خو يو نيم کال وروسته يې هغې سره هم لارې جدا کړې،

د هغه په اړه جالبخ دا وه چې ٢٠٠٦ کال په جون مياشت کې د عدنان سميع وزن ٢٣٠ کيلو ته ورسېده، ډاکټرانو ورته وويل چې يوازې شپږ مياشتې نور ژوندۍ پاتې کېدایشې ، خو وروسته عدنان سميع د وزن کمولو لپاره هڅې پيل کړې او په ١٦ مياشتو کې يې ١٦٧ کيلو وزن کم کړ.د ٢٠١٠ کال د جنورۍ په ٢٩مه نېټه عدنان سميع د يوې افغانې رويا فاريابي سره واده وکړ، چې په ٢٠١٧ کال کې يې له هغې څخه يوه لورپیدا شوه،

په ٢٠١٥ کال کې د مۍ په ٢٦مه نېټه سميع د هند د تابعيت غوښتنه وکړه، چې وروسته د ٢٠١٦ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه هغه ته د هند تابعيت ورکړل شو.عدنان سميع نه يوازې دا چې ډېرې سندرې ويلي دي، بلکې ډېرو فلمونو ته يې هم موسيقي جوړه کړې ده. هغه موسيقار، سندرغاړى، کمپوزر، وياند او ممثل دى.

د یادونې وړ ده چې نوموړي یو څه موده مخکې د بي بي سي سره په مرکه کړې وه چې ویلي ېې وه چې زه غواړم افغانستان ته راشم هغه وویل که سوله راغله نو د افغانستان چکز به ضرور وهم او هلته به د افغانستان شمال ته زم هغه وویل چې افغانستان زما د نیکونو وطن دۍ او ډېر مې خوښیګي لکه څنګه چې مونږ مخکې یادونه وکړه هغه یوې افغانۍ ښځې سره واده کړۍ دۍ او خسر ګنۍ ېې د افغانستان نه ده، هغه د ښه منرمند ترڅنګ د ښه اخلاقو خاوند هم دۍ،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button