د فرانسې او تاجکستان ولسمشران د افغانستان په هکله اندیښنه لری
افغانستان–
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په پاریس کې د تاجکستان له ولسشمر امام علي رحمان سره په یوځای خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل چی د مرکزي اسیا او افغانستان د امنیتي حالاتو په اړه خبرې کوي ښاغلی مکرون وايي تاجکستان له افغانستان سره اوږده ګډه پوله لری
د دې هېواد په اړه ګډې اندېښنې لری ښاغلی زیاتوي په افغانستان کې به د ثبات لړ کې د هغو همکاریو په اړه له ښاغلي رحمان سره خبری کوی چې فرانسه یې کولای شي فرانسه او تاجکستان په افغانستان کې د طالبانو واکمن کیدو ضدبرالا لری دواړو هېوادونو ویلي چې د بشري حقونو لړ کې د طالبانو چلند له امله د دې ډلې حکومت په رسمیت نه پېژني د فرانسې ولسمشر وویل باید ترهګرو ډلو ته اجازت ور نه کړو چې د ښځو حقونو په ګډون د هغو ارزښتونو پر ضد دسیسه وکړي چې موږ پرې باوري یو
ښاغلي رحمان بیا یوځای خبري غونډې ته وویل هېواد یې په اروپا کې فرانسې ته د باوري شریک په نظر ګوري داسې حال کې چې د افغانستان یوه بل ګاونډي هېواد ازبکستان له طالبانو سره اړیکي ټینګ کړي،تاجکستان چارواکو تر اوسه له طالبانو سره له مرستو ډډه کړې ولسمشر رحمان دا وروستیو کې د خپل هېواد جنوبی پولو کې د ترهګرو ډلو یو ځای کېدو خبره هم کړې
ا هم ولولئ | اردوغان: ترکیه نور افغان کډوال نه قبلوي
.ښاغلي رحمان او ښاغلي مکرون پاریس کې یوځای خبرې غونډې ته ویلی داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې د تاجکستان حکومت د طالبانو حکومت ضد مشرانو ته هم پناه ورکړې او د هغوی ملاتړ یې کړی ښاغلي رحمان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته ویلي وو، نه غواړي د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.. خو په دې باور دی چې د افغانستان د سیاسي او امنیتي ستونزو د حل لپاره هلته د ټاکنې او د ټولو قامونو په ګډون د یو حکومت جوړېدل اړین دي طالبانو بیا د تاجکستان چارواکو ته خبرداری ورکړی چې د هر ډول اقدام مقابل کې به یې عکس العمل څرګند شي.