Uncategorized

د قطر دویمې غونډې ته د طالبانو بلل کېدل

طالبان وايي چې دوی هم د قطر دویمې غونډې ته دعوت شوي دي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د رياست الوزرا له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره د ليدنې پر مهال د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافير په قطر کې د دويمې نړيوالې ناستې نېټه په ډاګه کړې ده.

د رياست الوزرا له خوا خپرې شوې خبرپاڼې له مخې پال کلومان بېکر ويلي چې افغانستان له نړۍ هېر نه دی او د دغه هېواد په اړه د ملګرو ملتونو په مشرۍ دويمه غونډه به د فبرورۍ پر ۱۸ نېټه جوړه شي.

طالبان به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي

د رياست الوزرا له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې دوی ته هم په دغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

متقي دوحه کې د یو شمېر هېوادونو له استازو غوښتي چې له کابل ماموریت ترسره کړئ

ملګرو ملتونو د تېر کال په مې میاشت کې د افغانستان په اړه د قطر پلازمېنې دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړې وه چې طالبانو په کې ګډون نه درلود.

نور ولولئ: د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نوي فشارونه

نور ولولئ: د مسکو فارمټ غونډه؛ طالبانو بیا د ټول ګډونه حکومت خبره رد کړه

نور ولولئ: د دوحې غونډه؛ د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت بحثونه روان دي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن ډوجارېک وړاندې د دوحې د غونډې موخه د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو د چلند همغږي او د دغه هېواد په اړه د خپلواکو ارزونو ترسره کول ياد کړي دي.

ويل کېږي چې د دوحې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو ځانګړي استازي او د سیمه ییزو سازمانو استازي ګډون وکړي.

د قطر په دویمه غونډه کې څه ویل شوي وو؟

د دوحې په تېره غونډه کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه، ټولګډوني حکومت جوړېدل، ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې په اړونده مسلو خبرې شوې وې.

د طالبانو او امریکا د خبرو پای؛ امریکا د طالبانو تګلارې ځپونکي بولي

د رياست الوزرا د خبرپاڼې له مخې، د ناروې ډيپلومات د نجونو د زدکړو او کار زمينې برابرولو غوښتنه وکړه چې په ځواب کې ښاغلي کبير ويلي “اسلامي امارت د ښځو او نجونو د تعلیم مخالف نه دی” او په دې اړه “ځانګړې کمېټه کار کوي چې تعليم ته زمينه برابره کړي.”

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بنديز لګېدلی او د دې تر څنګ پر مېرمنو ګڼ نور محدوديتونه هم لګول شوي دي.

qatar meeting1

د رياست الوزرا په خبرپاڼه کې راغلي، چې ناروې په افغانستان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره دری میلیونه ډالره او له افغان کډوالو سره چې په زور بېرته افغانستان ته استول شوي ۷ میلیونه ډالره مرسته کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button