لوبېلوبې خبرونه

د لوبې پر مهال د راشد خان حرکات او د هغه راښکونکې ننداره

افغان ورو توپ اچونکی د لوبو پر مهال ډېر کله نرم خویه، موسک، خوښ او خوشاله وي

راشد خان د خپلو مهارتونو ښودلو لپاره د چټکو توپ اچوونکو په څیر چیغې او نارې نه وهي، بلکې د هغه لپاره یوازې د ګوتو جادو بس دی.

د پاکستان کریکټ غوره لیګ په سیالیو کې راشد خان د ډېرو مینه والو زړونه لاس ته راوړل. د لوبو پر مهال یې که کله مقابل لوبغاړي سوځول یا یې ډېرې منډې ورکولې، خو بیا یې هم چلند له مینې ډک و.

لوبډلې يې پر راشد خان پوره حساب کاوه او له هېڅ یوې لوبې یې بهر نه کړ او دی په ډېرو لوبو کې خپلې لوبډلې ته اغېزناک هم تمام شو.

تمه نه وه چې لاهور قلندرز لوبه وګټي خو راشد خان د خلکو اټکل بدل کړ

د پي اېس اېل سیالیو په پایلوبه کې کله چې ملتان سطانز لوبډلې تېزه لوبه پیل کړه د لاهور قلندرز لوبډلې د اتلولۍ هیلې مړاوې شوې، خو پر هماغه سخت حالت کې راشد خان دا هیلې بېرته را ژوندۍ کړې او د ریلې روسو وېکټې اخیستلو سره یې د لوبې بڼه بدله کړه.

په پایلوبه کې شاهین شاه افریدي او حارث رووف سیالې لوبډلې ته سل منډې ورکړې، خو راشد په څلورو اورونو کې یوازې ۲۶ منډې ورکړې او دوه مهم لوبغاړي یې هم وسوځول.

راشد خان په پي اېس اېل سیالیو کې د خپلې لوبډلې لپاره تر ټولو ډېرې وېکټې هم واخیستې، راشد خان وتوانېد ۲۰ وېکټې واخلي، تر هغه وروسته شاهین شاه افریدي ۱۹ او حارث رووف بیا ۱۷ لوبغاړي سوځولي دي.

نور ولولئ: کې د راشد خان یوه بله لاسته راوړنه T20 په

د پي اېس ال اتم پړاو سیالیو یوه بله ځانګړتیا دا وه چې په لومړي ځل د توپ اچونې او توپوهنې دواړو برخو کې د بهرنیو لوبغاړو ونډه پرېکنده وه. په پایلوبه کې دا خبره تر ډېره راشد خان ته متوجه کېږي، چې له خپلې ښکلې لوبې او موسکا سره یې هم لوبه وګټله او هم یې د ډېرو مینه والو زړونه خپل کړي.

راشد خان ډېر کله د مخالفې لوبډلې لوبغاړو تر سوځولو وروسته خوښي او موسکا کوي، خو د پي اېس اېل اتم پړاو پایلوبه کې یې د روسو له سوزولو وروسته د هغه خوښۍ د ډېرو د پام وړ شوې.

که څه هم د پایلوبې په دواړو پاڼیو کې شاهین شاه افریدي ښکلې لوبه وکړه، خو تر هغه مخکې راشد خان د لاهور قلندرز لوبډلې بریا ته لار هواره کړې وه.

راشد خان د افغانستان ملي لوبډلې لپاره د لوبو تر څنګ د نړۍ په بېلابېلو لیګونو کې هم لوبېدلی او یو له بوختو لوبغاړو ګڼل کېږي.

راشد خان د افغانستان ملي ټيم تر څنګ په نورو ليګونو کې هم لوبيږي

راشد خان د نړۍ تر ټولو مشهور کریکټ لیګ ای پي اېل، بیګ باش غوره لیګ، کارابین غوره لیګ، بنګله دېش غوره لیګ، انګلستان لیګ، جنوبي افریقا او نورو لیګونو کې لوبې کړې دي، چې په خپلې ښکلې لوبې یې په هر لیګ خپل ځای ساتلی دی.

نور ولولئ: راشد خان یو ځل بیا له لاهور قلندرز سره لوبېږي

دغه افغان ستوري د نړۍ په هر مشهور لیګ کې هم لوبې او هم د انسانانو زړونه ګټلي او د نړۍ په لوبیزو رسنیو کې په ښو یاد دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button