د لوړو زده کړو وزیر: نړی دې د افغانستان د تحصیلاتو برخه کې مرسته وکړي

ځړول شوی:اگست 1, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

د لوړو زده کړو وزارت له نړۍ غواړي چې له افغانستان سره مرسته وکړي

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له نړۍ غواړي چې له سیاسي چلن پرته د افغانستان د تحصیلاتو له برخې سره مرسته وکړي

نړۍ غواړي افغانستان پرمختګ وکړي

عبدالباقي حقاني د امریکا له خوا د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه پر سفرونو پر بندیزونو نیوکه کوي او زیاتوي چې دغه کار به د افغانستان پر تحصیلي برخې ناوړه اغېز پرې باسي. ښاغلي حقاني څرګنده کړه:که چېرې نړۍ غواړي چې افغانستان پرمختګ وکړي د افغانستان د ابادۍ لپاره یوازينۍ ګټوره لار دا ده چې د افغانستان د لوړو زده کړو له سکټور سره مرسته وشي او د تحصیلي بنسټونو ملاتړ وشي چې وده وکړي او افغانستان پر ځان بسیا شي

له بل لوري په کابل کې د چین سفیر یو ځل بیا د افغانستان د شتمنیو د کنګل پاتې کېدو له امله پر امریکا نیوکه وکړه او همداراز یې له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو له دوامه خبر ورکړ. کابل کې د چین سفیر وانګ یو وویل:«په افغانستان کې د کرنې، سوداګرۍ او د انټرنټ د پراختیا په برخو کې د چین پروژې لا هم دوام لري. موږ له افغانستان سره دوه ډوله مرستې کوو؛ یو ډول یې د طبیعي پېښو پر مهال او بل ډول یې د افغانستان د پرمختګ لپاره دي. اوسنی حکومت باید د سوداګرۍ په برخه کې پرمختګ وکړي

نور یی ولوله | امیر خان متقي د چین د بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل

نور یی ولوله | برتانیا حکومت له افغانستانه د خیریه کارکوونکو پر ځای د حیواناتو ایستلو لومړیتوب له کبله ‘پښېماني’ ښودلې

له دې سره سم، د پوهنتون ځینې استادان په افغانستان کې د لوړو زده کړو په هکله بېلابېل لیدلوري لري. د پوهنتون استاد محمد یحیا رحیل وايي:«د چین له دولته زموږ غوښتنه دا ده چې د پوهنتونونو د استادانو او په هغه هېواد کې د بورسیه غوښتونکو لپاره د وړیا زده کړو زمینه برابره کړي چې د افغانستان د اوضاع د بدلون لپاره د چین له تحصیلي تجربو څخه اسفتاده وشي

د پوهنتون بل استاد فردين عيار هم څرګنده کړه:«د چین ښه اقتصادي او ښوونیز امکانات ته په کتو، دغه کولای شي چې د چین او افغانستان د تحصیلي بنسټونو ترمنځ د تحصیلي تجربونو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.»

د کابل پوهنتون د رییس په وینا، د دغه پوهنتون روزنیزه مجتمع چې، درې تالاره او ۴۰ ټولګي په کې شامل دي، د چین له خوا د ۶۰ مېلیونه افغانیو په لګښت سره جوړ شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.