ځاییکورني خبرونه

د ماشوم نړیواله ورځ؛ ۱۶ میلیونه افغان ماشومان له لوږې سره مخامخ دي

نن دوشنبه چې د نومبر ۲۰مه کېږي، د ماشوم نړیواله ورځ بلل کېږي، خو لا هم په میلیونونو افغان ماشومان له لوږې سره مخامخ دي

په افغانستان کې اکثره کم عمره ماشومان په درنو کارونو بوخت دي او ددې تر څنګ یې اکثره د کورنیو د ساتنې یا د یوې ګولې ډوډۍ د پیدا کولو مسئولیتونه پر غاړه لري. افغانستان کې ګڼ ماشومان له لوږې سره مخامخ دي او د دوی راتلونکی نامعلوم دی. دوی نه پوهېږي چې اینده یې څه ډول ده او په کوم برخلیک به اخته وي.

نور ولولئ: یو میلیون افغان ماشومان درانه کارونه کوي

سږ کال به له دې ورځې په داسې حال کې نمانځنه کیږي چې میلیونونه افغان ماشومان له ناوړه وضعیت او د لوږې له لوی ناورین سره مخ دي.

په میلیونونو ماشومان له لوږې کړېږي

سره له دې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دوی د نړۍ په هر ځاى کې د ماشومانو د حقونو خوندي کولو له پاره ژمن دي، خو د افغانو ماشومانو په کډون د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې میلیونونه ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخ دي او د جګړو اصلي قربانیان بلل کیږي.

نور ولولئ: قطر وايي له ښوونځیو بهر ۳۰ زره افغان ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابروي

یونیسف تر دې وړاندې د ځینو راپورونو په خپرولو سره ویلي وو چې اوسمهال یوازې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي او اټکل کیږي چې په افغانستان کې به څه باندې دوه میلیونه او ۳لکه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان په ګډون له ځینو ګاونډیو هیوادونو څخه په جبري توګه د اېستل شویو کډوالو لویه برخه ماشومان جوړوي.

د طالبانو دارنه مالیات او اقتصادي ځوړ

د دې ترڅنګ، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان اقتصادي ځوړه، د هرات وروستۍ زلزلې، افغانستان ته د کډوالو ستنېدل او د ژمي په رانږدې کېدو سره د زرګونو ماشومانو بې برخلیکتوب هغه ستونزې دي چې افغان ماشومان یې ډیر اغیزمن کړي دي.

د یو بل خبر له مخې، د حماس او اسراییل ترمنځ د وروستیو نښتو تر ټولو لویه بیه ماشومانو ورکړې ده.

د یادونې وړ ده چې د هر کال په تېرېدو د افغان ماشومانو د لوږې کچه مخ پر لوړېدو ده او هر کال په درنو کارونو کې د دوی په شمېر کې زیاتوالی راځي.

دا په داسې حال کې ده چې ددې بحران د مخنیوي لپاره طالبان هېڅ برنامه نه لري چې افغان ماشومان له دغه روان بحران وژغوري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button