نړیوال خبرونه

قطر وايي له ښوونځیو بهر ۳۰ زره افغان ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابروي

د پوهنې لپاره د قطر د مرستو صندوق په افغانستان کې له لومړنیو ښوونځیو څخه بهر ۳۰۰۰۰ نجونو او هلکانو ته د زده کړو د برابرولو لپاره د طالبانو حکومت له پوهنې وزارت سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی

د پوهنې لپاره د قطر د مرستو صندوق په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا تفاهم لیک د قطر د انکشافي ادارې د رئیس خلیفه الکواري او د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت سرپرست سید حبیب الله اغا ترمنځ د سه شنبې په ورځ د مارچ مياشتې په ۲۱مه چې د وري مياشتې له لومړۍ نېټې سره سمون خوري، په دوحه کې لاسلیک شوی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:” د پروژې موخه دا ده چې په یو شمېر ولایتونو کې له لومړنیو ښوونځیو بهر ۳۰۰۰۰ ماشومانو ته چې نیمايي یې نجوني دي د زده کړې زمينه برابروي.”

ټاکل شوې چې د پوهنې لپاره د قطر د مرستو صندوق به د دریو کلنو په موده کې ۳۰۰۰۰ نجونو او هلکانو ته چې عمرونه یې د لومړنیو ښوونځیو د زده کړو د عمر سره برابر دي او اوس مهال له ښوونځیو بهر دي د معلولو ماشومانو په ګډون د کلیوالي ښوونځیو له لارې د زده کړو امکانات برابر کړي.

همداشان دا پروژه به د کلیوالو ښوونځیو استادانو ته د روزنې زمینه هم برابره کړي، چې ورسره به د نوو ښوونګو ګومارلو ته هم لاره پرانیستل شي.

د دغه تفاهم ليک د لاسليک په غونډه کې خليفه الکواري هم حضور لاره

د قطري او د طالبانو د حکومت د چارواکو ترمنځ د تفاهم لیک د لاسلیک غونډې ته د قطر د انکشافي ادارې رئیس خلیفه الکواري هم راغلی و او ویلي یې دي چې اوس مهال په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان چې ۶۰ فیصده یې نجونې دي له ښوونځیو بهر پاتې دي.

قطري چارواکو هیله ښودلې چې دا پروژه به په افغانستان کې افغانانو ته په راتلونکي کې ښه فرصتونه برابر کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف هم ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۴.۲ میلیونه ماشومان ښوونځيو ته له تګ څخه محروم دي چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې نجونې دي.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دا لومړی ځل دی چې قطر په افغانستان کې د ښوونې او روزنې بهیر ته ملاتړ برابروي.

د طالبانو حکومت له خوا له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو پر زده کړو د بندیز له امله په افغانستان کې د پوهنې له بهیر سره د نړیوالې ټولنې مرستې کمې شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button