نړیوال خبرونه

د ماليې وزارت د برېښنايي اظهارنامو سستم بېرته فعال شو

د ماليې وزارت د برېښنايي اظهارنامو سستم بېرته فعال شو. د افغانستان ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د پرېکړې پر بنسټ د برېښنايي مالياتي اظهار ليکونو وړاندې کوونکی سيسټم «e-Filing» نن بېرته فعال شو.

د مالیې وزارت په یو بیان کې ویلي، له دې وروسته ټول ماليه ورکوونکي کولی شي چې خپل مالياتي مکلفيتونه لکه د پخوا په څېر وړاندې او تاديه کړي.د دغه سیستم فعالیت پر کابل د طالبانو له واکمنۍ وروسته ځنډیدلی و چې نن بېرته فعاله شو.

20210923 184326

دغه وزارت ټېنګار کړی چې ټول ماليه ورکوونکي باید تر دې وروسته خپل مالياتي مکلفيتونه ژر تر ژره وړاندې او تاديه کړي.تر څو افعانستان کې د واېدو جمع کول اسانه شي او هېواد مو پرمختګ وکړي.

وزارت وایي، دغه سیستم د ماليه ورکوونکو وخت د ضايع کېدو، د رخصتيو په ورځو کې د ماليه ورکوونکو له کېدونکې جريمې، د مالياتي ادارو د ځينو مامورينو د ناسم چلند، د ماليه ورکوونکي د مالياتي پاڼو د ورکېدو او د مالي فساد د مخنيوي په موخه د (E-Filling) د برېښنايي خدماتو په نوم انلاین سيسټم جوړ کړی دی.

د دې په وينا، د دې برېښنايي خدماتو انلاین سيسټم له لارې ماليه ورکوونکي خپله “اظهار لېک” ډکوي، په برېښنايي ډول يې دوی ته رااستوي او دغه کار د دې لامل کېږي چې ماليات په خپل وخت او منظم ډول راټول شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button