نړیوال خبرونه

د متحده عربي اماراتو ولسمشر په نړیواله کچه د بشري مرستو مخکښ

د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید النهیان په نړیواله کچه د بشري مرستو په کولو کې مخکښ نومول شوی

د مدیترانې پارلماني اسمبلۍ (PAM) د پرتګال په براګا کې د ۱۸مې عمومي غونډې په ترڅ کې د PAM نړیوال بشردوستانه شخصیت جایزه د پرانیستې ګټونکي اعلان کړل چې یو په کې د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد دی. د لومړي ځل لپاره، دا معتبره جایزه یا ایوارډ د متحده عربي اماراتو ولسمشر جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان ته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بشردوستانه هڅو او د لسیزو راهیسې د مرستو رسولو له امله ورکړل شوه.

سږکال، د PAM نړیوال بشردوستانه شخصیت افتخاري جایزه هغو کسانو ته وقف شوې چې د سیاسي منځګړیتوب یا ژوند ژغورونکي بشري مرستې چمتو کولو کې یې بې ساري هڅې کړې او د پراخو ناورینونو مخه یې نیولي چې په دې شخصیتونو کې د متحده عربي اماراتو ولسمشر هم راغلی دی.

د سرې میاشتې په چوکاټ کې مرستې

د اماراتو د ولسمشر په ځانګړي لارښوونه ددغه هېواد سرې میاشتې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې جګړو، طبیعي پېښو، د لوږې بحران او نورو ناورینونو ځپونکو ملتونو ته بشري مرستې رسولي او لا هم دغه مرستې دوام لري.

afghan (11)
د متحده عربي اماراتو سره میاشت چې له خلکو سره بشري مرستې کوي

ددغه هېواد د سرې میاشتې ادارې په غزه کې فلسطینیانو ته چټکې بشري مرستې رسولي دي او په دغه سخت حالت کې یې ورسره مرسته کړي ده.

نور ولولئ: متحده عربي امارات او بشري مرستې

نور ولولئ: د فلسطیني ټپي ماشومانو ۱۶مه جوپه د درملنې په موخه متحده عربي اماراتو ته ولېږدول شوه

نور ولولئ: ایران او متحده عربي اماراتو د جامع اقتصادي همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ

کله چې غزې ته د بشري مرستو د رسولو امکان برابر شو، نو عربي متحده امارات لومړنی هېواد و، چې د اول ځل لپاره یې د میلیونونو ډالرو په ارزښت دغه سیمې ته ۱۶ ټېلره بشري مرسته چې په دې کې درمل، خوراکي توکي او نور ضرورتونه وو، ورسول او پر فلسطینیانو یې ووېشل.

f8jpdo9w8aavjnl
له افغانستان سره د پېښو پر مهال د متحده عربي اماراتو مرستې

له افغانستان سره د اماراتو بشري مرستې

متحده عربي اماراتو په پکتیا، پکتیکا او هرات ولایتونو کې د شدیدې زلزلې له قربانیانو سره بشري مرستې وکړې. په دغه مرستو کې خوراکي توکي او خیمې موجودې وې چې زلزله ځپلو خلکو ته یې ورسولې. پر دې سربېره دغه هېواد په یادو سیمو کې ګرځنده کلینیکونه پرانیستل تر څو د خلکو درملنه وکړي. یاد کلینیکونه په درملو او طبي پرسونل سمال وو.

باید یاده کړو چې نه یوازې د طبیعي پېښو پر مهال بلکې له دې وړاندې یې هم په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي دي.

د یادونې وړ ده چې ګڼو هېوادونو شیخ محمد بن زاید النهیان ته د بشري مرستو د شخصیت د جایزې مبارکي ویلي ده او دده بشري کارونه یې ستایلي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button