ساینس او ټېکنالوژي

د مخابراتو وزارت: تر اوسه ۱۸ میلیونه سیمکارټونه ثبت او راجسټر شوي دي

د سرپرست حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند اعلان وکړ، چې تر اوسه پورې په ټول افغانستان کې ۱۸ میلیونه سیمکارتونه ثبت شوي دي.

د باختر خبري اژانس نن  (شنبه، د مارچ ۱۵مه) د دغه وزارت د ویاند عنایت‌الله الکوزي په حواله راپور ورکړ چې د پاتې سیمکارتونو د نوم لیکنې پروسه روانه ده.

د وزارت په وینا، په ټولیزه توګه ۲۶ میلیونه سیمکارتونو څخه ۱۸ میلیونه یې ثبت شوي دي.

الکوزي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سیمکارتونو د ثبت پروسه د مخابراتو وزارت لخوا څارل او اداره کیږي.

په افغانستان کې د ګرځنده سیمکارتونو د بیا ثبتولو پروسه په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې د سرپرست حکومت د کابینې لخوا پریکړه شوې وه.

تر دې وړاندې د سرپرست حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اعلان کړی و چې اوس مهال په افغانستان کې د مخابراتي شبکو ۲۵ میلیونه سیمکارتونه فعال دي، چې له دې ډلې ۱۳.۹ میلیونه یې بیا راجستر شوي دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button