د مصر د ښکلا ملکه د دماغي ناروغۍ له امله فلج شوې

د مصر د ښکلا پخوانۍ ملکې او مشهورې هنرمندې انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله یې د بدن ښی اړخ فلج شوی او اوس له سختو روغتیايي ستونزو سره مخ ده.
نوموړې د مصر له “Cairo 24” رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، په وروستیو میاشتو کې یې د درملنې اوږد او ستونزمن پړاو تېر کړی چې پکې کیموتراپي، کورتیزون او عصبي درملنه شامله وه. د هغې په وینا، همدې درملنو د بدن پر اعصابو او حرکتي سیستم ژور اغېز کړی دی. د مصر د ښکلا ملکه
د دماغي تومور له امله د بدن ښی اړخ فلج شوی
انجي عبدالله وایي، د دماغ په ساقه (Brain Stem) کې موجود تومور سرطاني نه دی، خو د بدن د مهمو عصبي فعالیتونو د کنټرول له امله یې وضعیت خورا حساس دی.
هغې څرګنده کړې چې شپږ میاشتې وړاندې یې ناروغي بېرته شدیده شوه او د بدن د حس کمېدو، د لاس او پښې د حرکت ستونزو او د خوړو د تېرولو له جدي مشکلاتو سره مخ شوه. د مصر د ښکلا ملکه
د مصر د ښکلا ملکې په خبره، ډاکټرانو ورته ویلي چې د تومور موقعیت ډېر خطرناک دی او د درملنې امکانات محدود شوي دي. هغې زیاته کړې چې اوس هر ډول درملنه له احتمالي خطرونو او پیچلتیاوو سره مل ده. د مصر د ښکلا ملکه
ډاکټرانو د جراحي عملیاتو په اړه اندېښنه ښودلې
د راپورونو له مخې، د دماغ د ساقې تومورونه د عصبي سیستم له حساسو ناروغیو شمېرل کېږي، ځکه دغه برخه د تنفس، حرکت، توازن او ګڼو حیاتي فعالیتونو د کنټرول مسوولیت لري.
انجي عبدالله ویلي، ډاکټرانو د تومور حساس موقعیت ته په کتو د جراحي عملیاتو په اړه جدي اندېښنه ښودلې او تر اوسه یې د بشپړ عملیاتو پرېکړه نه ده کړې.
د مصر د ښکلا ملکه څنګه مشهوره شوه؟
انجي عبدالله په ۱۹۹۹ کال کې د “د مصر د ښکلا ملکه” لقب ترلاسه کړ او له همدې وروسته یې د هنر نړۍ ته لاره پیدا کړه. نوموړې په ۲۰۰۱ کال کې د “بدر” فلم له لارې خپل سینمایي فعالیت پیل کړ.
هغې وروسته په ګڼو فلمونو او ټلوېزیوني سریالونو کې رولونه ولوبول او د مصر د سینما او ډرامې له مشهورو څېرو وګرځېده.
د انجي عبدالله مشهور هنري اثار
د مصر د ښکلا ملکې په “حسن دليفري”، “شطرنج”، “طیف الألوان”، “امرأة من زمن الحب”، “مدرسة الأحلام” او “تماسيح النيل” په څېر فلمونو او سریالونو کې کار کړی دی.
د “حسن دليفري” فلم، چې په ۲۰۱۶ کال کې خپور شوی و، د هغې وروستی سینمایي اثر ګڼل کېږي.
د مینهوالو خواخوږي او پراخ غبرګونونه
د انجي عبدالله د روغتیايي وضعیت تر څرګندېدو وروسته په مصر او عربي ټولنیزو شبکو کې د هغې د مینهوالو پراخ غبرګونونه راپارېدلي دي.
ګڼو کسانو د مصر د ښکلا ملکې لپاره د روغتیا دعاوې کړې او ویلي یې دي چې نوموړې د عربي هنر له پېژندل شویو او محبوبو څېرو څخه ده.
د یادونې وړ ده چې انجي عبدالله په ۲۰۱۵ کال کې په قاهره کې د ترکیې له ډیپلومات الپیر بوسوتر سره واده کړی و.



