هنر او ادب

د مطالعه کول د نیچه، شوپنهاور او ژاک دریدا له نظره

د مطالعې په اړه پوهان بېلابېل نظرونه لري او تر څنګ یې ځینې اصول هم وړاندیز کوي

نيچه له هغه چا نه ويريږي چې کتاب لولي، بلکې له هغه چا ويريږي چې کتاب نه لولي. کتاب لوستل ښه دي، خو که تمرکز، سم تحليل، سم قضاوت او تخليق را نه کړي يا خالي له فکر او تفکر وي، د فايدې په ځای به ځان تاواني کړو.

اکثره ملګري د ډيرو کتابونو لوستلو ته ليواله وي او د ډيرو کتابونو په لوستلو خوشحالي څرګندوي، خو ددې امر برعکس ډېره مطالعه زموږ د نادان کېدو لامل ګرځيدلی شي.

د یو امبار کتاب لوستل شرط نه دي، بلکې د قیق لوستل شرط دي، او ترڅنګ یې په لوستل شوو فکر شرط دی. که په لوستل شو څیزونو فکر ونشي، زده کړي شيان به ډیر ژر له ذهن کډه وکړي. که يو څوک هميشه سورلي کوي خپل تګ يې هيريږي (شوپنهاور ).

ډېره مطالعه ګټه لري او که زیان؟

‏‎ ډېره مطالعه داسې مثال لري لکه يو څوک چې په ډېرو خوړو خپله معده خرابوي (شوپنهاور). ډېره مطالعه سړی «کند ذهن»کوي، له سړي د فکر د توليد توان اخلي. مطالعه باید تاته ذهني غنا او همدارنګه د فکر د تولید توان در کړي، د سم قضاوت او تحلیل توان در کړي.

study

علم يا علميتوب معلومات نه دي بلکې د پديدو په هکله د سم تحليل او سم قضاوت ځواک ته علم وايوو.

نور ولولئ: د انتقادي مطالعې ګټې څه دي؟

نور ولولئ: د څو ژبو زده کړه، اغېزې او د لا ډېرې پوهې سرچینه

نور ولولئ: ۳ امریکايي او یو روسی ستور مزلي په «سپېس X» غندي کې فضا ته لاړل

‏‎کله چې مطالعه کو نو د بل شخص ذهني جريان مطالعه کوو يا لکه يو بل څوک چې فکر راته کوي، نو زموږ مثال به د هغه خطاطي زده کونکي پشان وي چې معلم ورته خطونه رسموي او دی يې پسې تقعيبوي، نو په دې اساس په «مطالعه »کې د تفکر ستره برخه زموږ په ځای ترسره شوې ده (شوپنهاور).

‏‎نو که يو څوک ډېره مطالعه کوي، کم شيان به يې په ذهن کې پاتې کيږي، بې له فکر مطالعه لکه يو تخته چې بار بار ډکيږي او تشيږي، يوازې د فکر په مټ لوستل شوي شيان جذبولی شو يعنې که يو څوک مطالعه کوي او فکر نه ورسره ملګری کوي، مطالعه يې ژور ولی نشي پيدا کولی او ډير ژر به يې لوستلي شيان هم له ذهن پاک شي.

په سمه توګه د څو کتابونو لوستل

‏‎ژاک دريدا د غرب يو غټ فيلسوف تير شوی، چې افکار يې په پست مدرنه فلسفه او په ادبي نقد باندې پراخه نفوذ لري له هغه څخه په خپل کتابتون کې پوښتنه وشوه چې دا دومره کتابونه دې ويلي دي؟. هغه ورته ځواب ورکړ  چې ما يوازې يو څو کتابه پکې ويلي خو سم مې ويلي.

study2

د ښه کتاب لوستل بل اړخ ده، مزخرف کتابونه ډېر دي ښه کتاب پيدا کول سخت دي.

‏‎هرودوت وايي، کله چې خشاريارشاه د خپل پوځ عظمت او دبدبه وليدله، نو په دې فکر کې شو چې سل کاله بعد به له دې عظمته هيڅ هم نه وي پاتې، نو سخت يې وژړل. شوپنهاور وايي چې د هغو کتابونو په حال به څوک وژاړي چې لس کاله بعد به په هيڅ بدل شي؟.  شوپنهاور مزخرف کتابونه له هغو وښو(بوټو) سره تشبې کوي چې د غلو او دانو د نابودئ لامل ګرځي، دې وښو ته موږ کورغ، پېروته… وايو.  دی همدا مزخرف کتابونه د ښو کتابونو چې لوړ اهداف لري، په ټپه د دريدو لامل بولي. دی وايي دا کتابونه نه يوازې داچې بې فايدې دي بلکې زيانمن دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button