نړیوال خبرونه

د ملا برادر باور؛ ډیری بشري مرستې سیاسي اهداف لري

د ریس الوازرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر په هېواد کې د بشري مرستو پر کموالي نیوکه کوي او وايي، ډېری مرستې سیاسي اهداف تعقیبوي.

د ریس الوزارا لومړي مرستیال د کابل په ده سبز کې د فتحې د استوګنې ښارګوټي د پرانېستې په مراسمو کې دا هم وویل چې اسلامي امارت اراده لري چې په بېلابېلو برخو کې اقتصادي پروژې په لاره واچوي ترڅو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

د ریس الوزارا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، «نن ورځ له نړیوالې ټولنې سره تعامل مهم نه دی. “که دوی له موږ سره اړیکه ونیسي، دوی باید د ویلو لپاره یو څه ولري، او اوس مهال د نړۍ تعامل دا دی چې دوی زموږ لپاره یو څه کوي او موږ هیڅ نه کوو.” په همدې حال کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وايي، چې د پېروزي ښارګوټي چارې څوارلس کاله وړاندې پيل شوې، خو د نه همغږۍ او فساد له امله بشپړې شوې نه دي.

نور یی ولوله | پنټاګون: موږ په افغانستان کې د اوه میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پرېښودل

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست حمدالله نعماني ژمنه کوي، چې دغه وزارت به په هېواد کې شاوخوا ۱۳۰ ښارګوټي جوړ کړي. ښاغلي نعماني وویل: «د ښار جوړونې وزارت له لوري ۱۳۱ ښارګوټي تر پلان لاندې دي او سږ کال ۱۵ پلانونه تر کار لاندې دي او هڅې روانې دي. بل خوا د پېروزي ښارګوټي مشر وايي، چې د پېروزي ښارګوټي په جوړېدو سره به څه باندې ۱۳ زره کسانو ته په مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي.

یومینګ خوی، د چین ټاون مشر:”موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې د اسلامي امارت د ټولو اصولو او قوانینو مراعات به کوو، د افغانستان احکامو ته به ژمن یو، د خپلو محصولاتو کیفیت ته به جدي پاملرنه کوو او مناسب قیمت به ټاکو.”. پيروزي ښارګوټي له کابل ښار څخه په ٣٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري، چې په شپږو پوړونو او ٤٤٩ د استوګنې بلاکونه جوړېږي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button