نړیوال خبرونه

د م.م امنیت شورا مشره طالبانو ته: پر ښځو محدودیت لګوونکې فرمانونه مو لغوه کړئ

د م.م امنیت شورا مشرې بیرکت له طالبانو د هغه فرمانونو د لغوه کولو غوښتنه کړې چې ښځې یې محدودې کړي دي

کرولین رادریګز بیرکت د یوې اعلامیې په لوستلو له طالبانو غوښتنه وکړه تر څو هغه فرمانونه لغوه کړي چې ښځې یې محدودې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشرې کرولین رادریګز بیرکت دوشنبه فبروري ۲۶ (کب ۷) د افغانستان په اړه د غونډې تر پیل کېدو مخکې وویل چې طالبان باید هغه فرمانونه او تګلارې لغوه کړي چې ښځې او نجونې یې محدودې کړې دي.

security conceal1
د م.م امنیت شورا مشره طالبانو ته: پر ښځو محدودیت لګوونکې فرمانونه مو لغوه کړئ

هغې له ښځو د ملاتړ ژمنه تازه کړه

بیرکت په ملګرو ملتونو کې د ګیانا سفیره هم ده، هغې زیاته کړه چې «موږ د ښځو د امنیت او سولې د مشترکو اصولو د لاسلیک کوونکو په توګه، یو ځل بیا د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو او علایقو لپاره خپله ژمنه تازه کوو.»

هغې زیاته کړه: «موږ د جنسیت په اساس د طالبانو دوامدار او سیستماتیک تبعیض او د هغوی له لوري د ښځو او نجونو ځپل غندو او غوښتنه مو دا ده چې طالبان دې، هغه فرمانونه او تګلارې لغوه کړي چې ښځې او نجونې ځپي، چې د نجونو په زده کړو، ازاد تګ راتګ او د بیان په ازادۍ باندې محودیتونه په کې دي.»

نور ولولئ:  یوناما وايي، ۱۵ زره کسان د طالبانو په زندانونو کې پراته دي

نور ولولئ: طالبان د ښځو د نیونو په تړاو د یوناما اندېښنې بې ځایه بولي

نور ولولئ: طالبانو په خوست کې په راډیوګانو کې د نجونو پر ټیلیفوني اړیکو بندیز ولګاوه

د امنیت شورا مشرې وویل چې ښځې او نجونې باید په ټولو برخو کې اساسي ازادي ولري. هغې وویل چې په نننۍ غونډې کې، چې د بندو دروازو تر شا کېږي، د دوحې د شوې غونډې او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه به معلومات ورکړل شي او خبرې وشي.

د ملګرو ملتونو پر وړاندې د طالبانو مخالف دریځ

طالبانو د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ګمارل کېدو په اړه مخالفت څرګند کړی دی. د دوی د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي وو چې د یوناما په موجودیت کې د داسې استازي ټاکل ضروري نه دي.

security conceal
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشره کرولین رادریګز بیرکت

د امنیت شورا مشرې وویل: «په نننۍ غونډې کې به موږ یو ځل بیا د تصمیم نیولو په ټولو برخو کې د ښځو په ګډون، برابرې او مانا دارې رهبرۍ باندې تاکید وکړو.»

ده وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو څخه د سرغړونې په اړه باید حساب او کتاب وي.

د یادونې وړ ده چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې هر هغه اقدام سره ددوی رژیم مخالف دی چې د طالب ګټې او اوسنی واک ته ګواښ رامنځته کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button