نړیوال خبرونه

د نړي تر ټولو جالبه الوتنه؛ یوازې دوه دقیقې وخت یې نېولی

هوايي سفر د اوږده واټن لپاره کیږي، خو په نړۍ کې یوه داسې الوتنه هم شته چې یوازې دوه دقیقې وخت نیسي.

د نړیوالې ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، د سکاټلینډ د دوو ټاپوګانو ترمنځ د الوتنې موده دومره لنډه ده چې له هغې ډېره موده خلک په الوتکه کې په پورته کیدو تېروي.

نور یی ولوله | شمالي کوریا وايي هایپرسونیک توغندی یې په بریالیتوب سره ازمویلی

د لوګان الوتنه کومه په زړه پورې تجربه نه وه، ځکه چې دا یوه کوچنۍ الوتګه ده او یوازې اته مسافر پکې سفر کولی شي، خو د دې سفر ځانګړتیا د لوتنې موده ده.

د ګینس ادارې هم د سکاټلینډ د لویدیځې ټاپو ویسټر ویل او پاپا ویسټرلي ترمنځ الوتنه په نړۍ کې ترټولو لنډ مهاله الوتنه نومولې ده. دا سفر یوازې ۱.۷ میله دی که باد نه وي او سامان لږ وي نو یوازې په ۵۳ ثانیو کې ترسره کېږي.

الوتکه په ورځ کې دوه ځله الوتنه کوي او په دوبي کې ډیری سیلانیان په دې کې سفر کوي ترڅو دوی د نړۍ ترټولو لنډې الوتنې سره پاپا ویسټرې څخه لیدنه وکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button