نړیوال خبرونه

د نړۍ ۲۷ هېوادونو په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه

د نړۍ ۲۷هېوادونو په یوې ګډې اعلاميه کې له اسلامي امارته غوښتنه کړې چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي ژر تر ژره پرانيزي. دغو هېوادونو «د ښځو د ملګرو ډلې» په نوم په اعلامیه کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

اعلامیه 

د دې هېوادونو د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «د دغې اعلامیې غړي له طالبانو غواړي چې، له ځنډ پرته له زده کړو د نجونو د ممنوعیت پرېکړه چې، له یوه کال راهیسې عملي ده، لغوه کړي. افغانستان په نړۍ کې یوازنی هېواد دی چې، پکې نجونې ښوونځیو ته له تګه منعه دي. دغه اعلاميه د ځينو اسيايي او اروپايي هېوادونو له خوا لاسليک شوې ده.

د دې ډلې غړي 

د دې ډلې غړو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازولۍ هم غوښتي چې، په افغانستان کې پر روان وضعیت څارنه ولري. له دې سره سم، یو شمېر نجونې زده‌کوونکې چې له زده کړو پاتې دي یو ځل بیا د خپلو ښوونځیو د خلاصون غوښتنه کړې ده. یوه زده‌کوونکې نظیفه وايي: «زموږ یوازېنۍ هیله دا ده چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي، هره شپه چې سهار کېږي، فکر کوم چې اوس به موږ ته احوال راکړي چې راځئ ښوونځی پیل شو. یوه بله زده‌کوونکې فیرزوه وايي: زه ترې دا غوښتنه لرم چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.

نور یی ولوله | ولایتونو کې د ډاکټرانو کموالي له کبله د نسايي ولادي ډاکټرانو ټولنې اندېښنه ښودلې

نور یی ولوله | د پوهنې وزارت ښوونیز نصاب پر سمون د دغه وزارت مسوولانو ټینګار وکړ

ورته مهال اسلامي امارت وايي، په افغانستان کې تر بل هر وخته اوس بشري حقونه خوندي دي او په وینا یې د نجونو پاتې ښوونځي به هم په راتلونکي کې پرانېستل شي. که څه هم اسلامي امارت د دې خبر په اړه کوم غبرګون نه‌دی څرګند کړی، خو له دې وړاندې یې ویلي چې په افغانستان کې بشري حقونو ته تر بل هر وخت ډېر درناوی شوی او تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره کار روان دی.

د پوهنتون استاد نجیب‌الله جامع وايي: «د یوې ورځې لپاره د ښوونځیو بندول ستر مادي، معنوي او نه جبرانېدونکی تاریخي زیان دی، زه په‌دې بارو یم چې افغان ښځې او نجونو په ګڼو برخو کې توانايي لري، نه یوازې دا چې مکتبونه او ښوونځي باید ژر تر ژره خلاص شي، ځکه دا د ولس غوښتنه ده، د دې تر څنګ پکار ده چې د افغان ښځو او نجونو د کار په برخه کې د هغوی د لوړو زده‌کړو په برخه کې او د هغوی د شغلي بوختیا برخه کې هم اساسي ګامونه واخلي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button